د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۵

ولسمشر کرزی: د امنیتي مسوولیتونو بهیر باید له خنډ سره مخ نه شي


حامد کرزی وايي، افغانان باید په مېړانه د امنیتي مسوولیت په لاس کې واخلي.
حامد کرزی وايي، افغانان باید په مېړانه د امنیتي مسوولیت په لاس کې واخلي.
د جولای د میاشتې په پیل سره افغان امنیتي ځواکونو په څو ولایتونو کې له ناټو څخه د امنیتي مسولیتونو اخیستو ته چمتو کېږي. دا میاشت همدارنګه له افغانستان څخه د یو شمېر بهرنیو ځواکونو د وتلو د پیل لپاره هم ټاکل شوې ده.

د همدې لپاره په کابل کې د افغانستان د امنیتي وضیعت د څېړنې لپاره یو دوه ورځني کنفرانس جوړ شوی و او ولسمشر کرزي د جمعې په ورځ د دې کنفرانس د یو شمېر کډونوالو سره وکتل.

د ولسمشر د ویندوی له دفتره یوه خپره شوې خبر پاڼه، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د کمیسیون د ریس ډاکتر اشرف غني احمدزي له خولې وايي:

″د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ ټولې خبرې بین الافغاني وي او موجودو ستونزو د تشخیص، د امنیتي ادارو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو، په لنډ او اوږدمهال کې د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په پراختیا باندې خبرې وشوي؛ چې ښې نتجې ترې ترلاسه شوې.″

ده وویل، د کنفرانس عمده او مهمه موضوع دا وه، چې له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو د لیږد لپاره د چمتوالي نیول زموږ ملي دنده ده او اوس د دې وخت رارسیدلی، چې د دولت جوړونې لپاره څرګند معیارونه مطرح شي.″

خبر پاڼه د ښاغلي احمدزي له خولې زیاتوي، د کنفرانس دویمه ورځ د نړیوالې ټولنې له استازو سره خبرو او له افغانستان سره د هغوی د اوږد مهالو مرستو او همکاریو د دوام څرنګوالي ته ځانګړې شوه وه؛ چې د هغوی له خوا په بیلابیلو برخو کې د اوږدمهالو همکاریو ډاډ ورکړل شو.

حامدکرزي له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په لاره کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د هڅو قدرداني وکړه، وې ویل:

″د افغانستان خلک له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو بهیر ته په بې صبرۍ سره سترګې په لاره دي او غواړي، دغه بهیر په بریالیتوب سره سرته ورسیږي.″

له ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه، د ولسمشر کرزي له خولې وايي، چې په هیڅ ډول باید د دغه بهیر د پرمختګ په لاره کې خنډ رامنځته نه شي، بلکې په ټینګه اراده، په ملي اتفاق او د نظر د یوخیلوالي له لارې باید دغه بهیر په بریالیتوب سره سرته ورسیږي.

خبر پاڼه د ولسمشر کرزي له خولې وايي، د افغانستان په حکومت کې باید د دې هېواد هر وګړی د خپل ځان په اړه د عدالت د ترسره کیدو ډاډ ولري.

ټاکل شوې ده، چې په راتلونکیو اوونۍ کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د ځینو سیمو د امنیت ساتنې د چارو سپارل پیل شي.

که څه هم د ولسمشر حامد کرزي، په ګډون افغان چارواکي د امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو ډاډ څرګندوي خو څارونکي بیا اندېښنې لري.

د افغانستان د امنیتي چارو یو افغان کارپوه امرالله امان وايي، موږ په تیرو څوکلونو کې ونه توانیدو، چې خپل امنیتي ځواکونه هسې چې په کار وه پیاوړي کړو:

″موږ په تیرو کلونو کې ونه توانیدو هسې چې په کار وه، خپل کشفي او امینتي ځواکونه په پښو ودروو. موږ ونه توانیدو دا ځواکونه چمتو کړو. له بدمرغه په لسو کلونو کې ونه توانیدو، چې امنیتي ادارې مسلکي کړو. نو موږ په کړکیچن وضیعت کې یوو او ستونزو مو په مخ کې دي.″

خو افغان چارواکي بیا وايي، خپلې ټوله هڅه به وکړي، چې د مسولیتونو د انتقال بهیر بریالۍ وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله خان د کابل په دوه ورځني کانفرانس کې وویل، که چېرې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو لپاره نور کارونه هم ترسره شي، د مسولیتونو د انتقال په بهیر کې کومه ستونزه نه راځي:

″سخت کار کوو، چې د مسولیتونو د انتقال بیا له سره نه شي، په تدریجي توګه وي. د دې د مخه یو شرط دا دی، چې زموږ ظرفیتونه لوړ شي او یو سند مو برابر کړی دی، چې دوه اونیو وروسته به یې لاسلیک کړو، په دې سند کې لومړی زموږ په خپلو منځونو کې او بیا مو له ناټو سره مسولیتونه معلوم شوي او له یو بله بیل شوې دي.″

ټاکل شوې ده، چې افغان لورې ته به د امنتي چارو د مسولیتونو د سپارلو بهیر له پنجشیر، بامیانو، له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل، هرات ښار، لشکرګا، مهترلام او مزارشریف څخه پیل شي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به دا بهیر بشپړ شي.
XS
SM
MD
LG