د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

کرزی:په ودونو کې ډیر لګښت د دیني ارشاداتو خلاف عمل دی


افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د ودونو، کوژدو او خوښیو په نورو پروګرامونو کې ډیر لګښتونه د اسلامي او دیني ارشاداتو خلاف عمل دی.

ولسمشر کرزي په خپله 15 ورځنۍ وینا کې چې د افغانستان د ملي را‌ډیو څخه خپره شوه، له خلکو وغوښته چې له ډیرو لګښتونو ډډه وکړي.

ښاغلي کرزي په هېواد کې بې وزلو خلکو ته په اشاره له بډایو خلکو وغوښته، چې خپل پروګرامونه په لږ لګښت جوړ کړي:

(هره شپه او ورځ په کابل او د هېواد په ځینو نورو ښارونو کې د ودونو او د خوښیو کې ډیر خواړه پخیږي چې ضایع کیږي د یوه هېواد لپاره چې ولس يي په ډیرو ستونزو یوه مړۍ ډوډۍ پیداکوي خو د ځینو نورو هېوادوالو لخوا د دا ډول پر مصرفو خوښیو جوړول مناسب کار نه دی.)


ولسمشر کرزي په خپله وینا کې له دیني عالمانو هم هیله وکړه، چې په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړي او د ډیرو او بې ځایه لګښتونو په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي.

د افغانستان د عدلیې وزارت هم څه وخت مخکې د ودونو او کوژدې د پروګرامونو د جوړولو لپاره یوه لایحه ترتیب کړې وه.

په لایحه کې راغلي، چې د واده په پروګرام کې 500 او د کوژدې په پروګرام کې تر 300 کسانو پورې مېلمنو ته اجازه ورکول شوې.

د راپورونو پر اساس چې تر اوسه د دې لایحې او شرطونو د عملي کولو په اړه کوم اقدام نه دی شوي او خلک هم د خوښیو په پروګرامونو کې لګښتونه خپل حق بولي، خو ډیر عام خلک بیا د افغان حکومت د دې ګام هرکلۍ کوي.

د کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم د شپې له خوا د ودونو د لویو هوټلونو ښکلی ودانۍ، رنګارنګ ګروپونه، رڼا وي، بېلابېلو خوړو بویونه او څو ډوله خواړه لیدل کیږي، خو تر پروګرامونو وروسته ډیر خواړه پاتیږي او پر خاورو غورځول کیږي.

په همدې کابل او ډیرو ولایتونو کې داسې خلک هم ژوند کوي، چې کوچنیان یې کالي، یخي اوبه او وچه ډوډۍ نه لري او په اصطلاح له لوږي خوب نه لري.

عدليي وزارت په هوټلونو کې یواځې کوژدو او ودونو ته اجازه ورکړې


معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG