د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

امريکا د ټروريزم ضد ستراتيژي په ډاګه کړه


د ترورزیم ضد مبارزې په برخه کې د ولسمشر اوباما لوړرتبه سلاکار جان برینان د ترویزم ضد مبارزې په برخه کې د واشینګټن نوې کړنلاره په جان هاپکنیز پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډاګه کړه
د ترورزیم ضد مبارزې په برخه کې د ولسمشر اوباما لوړرتبه سلاکار جان برینان د ترویزم ضد مبارزې په برخه کې د واشینګټن نوې کړنلاره په جان هاپکنیز پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډاګه کړه
سپینې ماڼۍ نن د ترورزیم ضد مبارزې په برخه کې ملي ستراتیژې په ډاګه کړه . په دې ستراتیژۍ کې د تروریزم سره د ولسمشر بارک اوباما د ادارې د تیرو دونیمو کلنو چلن ته رسمي بڼه ورکړل شوې ده .

خو په دې سند کې له نویو ستونزو سره چلن هم په پام کې نیول شوې ، له دې جملې څخه له اسامه بن لادن وروسته د القاعده شبکې ماتول او د منځني ختیځ د نارامیو په وړاندې غبرګون شامل دي .

د امریکا متحده ایالات به د القاعده شبکې د هدف ګرځولو لپاره له اړتیا سره یم په احتیاط له خپلو تهاجمي ، دفاعي او ډیپلوماتيکو وړیتاوو او وسايل انتخابوي .

دا د ترورزیم ضد مبارزې په برخه کې د سپینې ماڼۍ د نوې ملي ستراتیژۍ مهم ټکی دی .

دا ستراتیژي په تیرو دوه نیمو کلونو کې د ولسمشر اوباما له خوا اخیستل شویو ګامونو ته رسمي بڼه ورکوي خو د تروریزم ضد مبارزې په اوسنیو او راتلونکیو ستونزو هم متمرکزه ده .

د ترورزیم ضد مبارزې په برخه کې د ولسمشر اوباما لوړرتبه سلاکار جان برینان د ترویزم ضد مبارزې په برخه کې د واشینګټن نوې کړنلاره په جان هاپکنیز پوهنتون کې د وینا پر مهال داسې په ډاګه کړه :

(( د هغې کړنلارې د لارښونې سره سمه چې موږ یې نن خپروو موږ به د امریکا د خلکو په ساتنه کې خپلې هڅې ټکنۍ نه کړو . موږ د خپلو دښمنانو په وړاندې پریکنده او دقیق اوسیدو ته دوام ورکړو.

موږ به له ټولو هغو وسایلو چې په واک کې یې لرو په پراخه او عادلانه توکه کار واخلو. او په نړۍ کې به د یوې پیاوړې ملګرتیا او په کور کې د ننه د سوکالۍ رامنځ ته کولو هڅې به جاري وساتو . ))

جان برینان وویل د اسامه بن لادن د وژنې د عملیاتو پر مهال د نوموړي له کور څخه تر لاسه شوې اسناد د القاعده د تروریستي شبکې د ننه کمزوري په ډاګه کوي او اسامه بن لادن تر وژل کیدو د مخه دا درک کړې وه چې القاعده د ذهنونو او زړونو د ګټلو لویه جګړه بایلي .

خو د سپينې ماڼۍ نوې کړنلاره وايي دا ډله به تر هغې چې بشپړه ماتې یې نه وی خوړلې د دوی هدف وي .

جان برینان په کړنلاره کې یو بل بدلون ته داسې اشاره وکړه:

(( د وړاندې تګ پر مهال ، که چیرې زموږ ولس له کومې لورې تهدید شي موږ باید دا په پام کې ولري چې زموږ غوره ځواب باید تل په ډير شمیر له هیواده بهر د پوځیانو استول نه وي . بلکې پر ځای به یې د هغو ډلو پر ضد چې موږ تهدیدوي هدفمند عملیات ترسره کوو. ))

د سپینې ماڼۍ د تروریزم ضد نوې کړنلارې کې په دې احتمال هم غور شوی چې که تروریستان په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د پاڅونو له کبله د قدرت له خلا ګټه پورته کړي نو مخه به یې څنګه نیول کېږي.

جان برینان وايي ددې ستونزې د مخنیوي لپاره به هم ډیپلوماسي زموږ د هڅو مهمه برخه وي .

د نوموړي په ونیا ښايي تروریستان او یا هغه هیوادونه چې د دوی ملاتړي دي هڅه وکړي د یمن په څیر هیوادونو کې چې نا ارامیو سره مخ دي د نفوذ هڅه وکړي خو موږ د خپلو متحدینو او ملګرو سره نژدې کار کوو څو ډاډمنه کړو څو دا ډلې د هیلو دا شیبې یرغمل نه کړي .
XS
SM
MD
LG