د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

د سولې د هڅو په باب د پکتيا د عالمانو د شورا له رييس سره مرکه


په دې وروستيو مياشتو كې د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو لپاره د سولې عالي شورا په نوم د پيل شوې پروسې په لړ كې چې د هېواد په ځينو ولايتونو كې يې څانګې هم پرانيستې دا هڅې پيل شوې چې په سيمه ييزه كچه د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اتر زمينې برابرې شي.

كه څه هم تر دې مهاله د افغانستان په ځينو ولايتونو كې د يادې شورا سيمه ييزې څانګې پرانيستل شوې، خو لا هم ډېر داسې مهمې سيمې او ولايتونه شته چې د سولې د خبرو لپاره پكې سيمه ييزې څانګې نه دي پرانيستل شوي.

له دې ولايتونو څخه يو هم پكتيا ده چې تر دې مهاله په كې يادې شورا خپله څانګه نه ده پرانيستې.

زموږ همكار لمر نيازي پر همدې موضوع او په پكتيا كې د سولې د خبرو اترو لپاره د شته امكاناتو او شرايطو په اړه د پكتيا د علماو شورا له رييس مولوي خالقداد سره مركه كړې او د مركې په پيل كې يې ترې د سولې د عالي شورا په چوكاټ كې د مقدماتي هڅو په اړه پوښتلي دي.


دا مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ


XS
SM
MD
LG