د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

ولسمشر کرزی: که حالات کړکېچن شي د امریکايي عسکر د بیا رالیږلو غوښتنه به ونه کړم


ولسمشر کرزی وايي، دا د افغانانو مسوولیت دی چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.
ولسمشر کرزی وايي، دا د افغانانو مسوولیت دی چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د پریکړې هرکلی وکړ اویې ویل چې د عسکرو وتل د دی څرګندونه کوي چې هیواد یې په خپله دفاع ته چمتو کیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تیرې چهارشنبې په ورځ اعلان کړه، چې په روان کال کې به لس زره او د راتلونکي کال تردوبي به ۲۳ زره نور عسکر له افغانستانه وباسي.

ولسمشر کررزي له امریکایي سي. ان. ان ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه، د بارک اوباما د ادارې د دې پلان هرکلی وکړ او ویې ویل:

″د اوباما هغه اعلان چې له مخې یې یوشمیر عسکر په روان اونور به یې په راتلونکي کال کې ایستل کیږي، د دې نخښه ده، چې افغانستان خپل امنیتي مسولیتونه په غاړه اخلي اوهڅه کوي، چې په خپلو امکاناتو د خپلې خاورې دفاع وکړي. له دغه اعلان څخه موږ خوښ یو.″

کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکایي چارواکو او د کانګرس د غړیو ترمنځ په دې اړه ډیر بحثونه تاوده و، چې څه شمیر عسکر په څومره وخت کې له افغانستانه وایستل شي، د افغانستان حالاتو ته په پام سره ایا د غه اعلان شوی شمېر مناسب دی وویل، دی په دې اړه نظر نه شي ورکولای.

یوشمېر امریکایي لوړ رتبه پوځي چارواکو د اوباما پردغه پلان اندیښنه څرګنده کړې او له افغانستانه د وتونکو عسکرو شمېره یې ډیره زیاته بللې ده.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اډمېرال مایک مولن او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته وویل، چې د اوباما د ځواکونو د کمولو پلان خطرونه له ځان سره لري، ځکه د جګړی په ډګر کې قوماندانانو د دغسې یوه پلان سپارښتنه نه وه کړې.

خو په هرصورت دوی د هغې ستراتیژۍ ملاتړ کوي، چې له مخې یې دغې لس کلنې جګړې ته د پای ټکی ایښودل کیږي.

د امریکا د کانګرس د استازیو د جرګې د استخباراتو د کمیټې مشر مایک روجرز پرون سي. ان. ان ته په خبرو کې وویل، چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو له پلان څخه ښکاري، چې هغه پرسیاسي انګیزې ولاړ دی او ښایي له مخې یې طالبان د جګړې په ډګر کې پرمختګ حاصل کړي.

ښاغلي روجرزوویل، په راتلونکي دوبي کې د عسکرو له وتلو سره سم، د امریکا د ۲۰۱۲ م کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ لومړنۍ مناظره ترسره کیږي او زیاته یې کړه، د ده اساسي اندیښنه له دې پلوه ده، چې هلته شرایط نه دي بدل شوي.

خو ولسمشر کرزي وویل، له محلي سرچینو څخه د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې ویلي شي، چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې امن ټینګ دی او د خلکو ژوند اوس نسبتا ښه شوی دی.

تیر۲۰۱۰ کال ملکیانو او پوځیانو ته د تلفاتو له پلوه ترټولو خونړی کال و، چې سږ کال هم وضعیت په همدې شکل دی، شخړې د افغانستان په مختلفو سیمو کې زیاتې شوې دي.

کرزي د سي. ان. ان ټلویزیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د امریکایي ځواکونو د وتلو په جریان کې یا له هغه وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت لاپسې خراب شي، ایا دی به د امریکا له ولسمشر بارک اوباما وغواړي، چې د عسکرو ایستل ودروی یانور عسکر ورواستوي، وویل، دی به دا کار ونه وکړي او زیاته یې کړه دا د افغانانو مسولیت دی چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

″له دې پرته چې د افغانستان امنیتي وضعیت څه ډول دی، دا د افغانانو مسولیت او دنده ده، چې د خپل هیواد دفاع وکړي.

دې ټکي ته پام سره زه نن تاسو ته ویلی شم، چې د افغانستان یوشمېر سیمې اوس امن دي او د افغانانو ژوند ښه شوی دی.

دا هغه معلومات دي چې د سیمه ییزومنابعو له خوا ماته رسیدلي نه د ناټو یا د دولتي منابعو له خوا.″

ولسمشر کرزي یوځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره د دولت له وسله والو مخالفانو سره خبرې مهمې وبللې او ویې ویل، چې له طالبانو سره خبرې پیل شوي خو دا خبرې په ابتدایي مرحله کې دي او ترهغو پورې به د پام وړنتیجه ورنه کړي څو متحده ایالات، په تیره بیا پاکستان او د افغانستان نور متحدین عملا د دې خبرو ملاتړ ونه کړي.
XS
SM
MD
LG