د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

غزني والي: د غزني د تاریخي ودانیو کار ورو پرمخ ځي


د غزني والي حاجي موسی جان اکبرزاده
د غزني والي حاجي موسی جان اکبرزاده
د غزني والي خبردارې ورکوي، که په دغه ولایت کې د تاریخي سیمو د بیارغونې بهیر ګړندې نه شي، نو تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې دا ممکنه نه وي، چې دغه ولایت دې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه وپیژندلې شي.

د غزني والي حاجي موسی خان اکبرزاده، چې د امریکا ته له سفر وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله په غزني کې د تاریخي سیمو او ابداتو د بیارغونې روان بهیر خورا ټکنې وباله او ویې ویل.

″د پروګرام له ۲۰۰۷ کاله را نیولې تر ۲۰۱۰ کاله پورې د خاورو لاندې پروت و او په دې هکله هېچا ګام پورته نه کړ، چې دا یو نیک او مبارک نوم افغانستان ته، په تېره بیا د غزني خلکو ته خدای پاک په نصیب کړی و، د دې نعمت په بدل کې د هغې شکران ادا کړي او یو قدم پورته کړي.

کله چې ۲۰۱۳ کال رارسیږي، نو په دې کې له موږ نه اووم او اتم کلونه تلف شوي دي، چې دا د افسوس خبره ده، هم د افغانستان حکومت او هم د افغانستان ملت لپاره د مایوسي یو پیغام دی.″

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې اوس مهال په غزني ولایت کې شپږ دېرش تاریخي سیمې جوتې شوي، چې باید بیاورغولې شي.

که څه هم د غزني والي د دغو سیمو د بیارغونې د روان سست بهیر یو لامل بیغوري بولي، خو ده د امنیتي ستونزو په اړه، چې تر ډیره مطرح کیږي نه و نه ویل.

د غزني والي په خپلو خبرو کې د یادو تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره د کافي بودیجې نشتوالی هم یوه ستونزه وبلله، چې د ده په وینا کارونه یې ټکني کړي.

د ده د معلوماتو له مخې اوس مهال دوی د دغو ټولو شپږ دېرشو سیمو د بیارغونې لپاره شاوخوا ۲۰۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو لپاره یې پراخې هلې ځلې پیل کړي.

ښاغلي اکبرزاده وویل، چې د جرمني یو پوهنتون حاضر شوی، چې د تاریخي سیمو د بیارغونې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښآغلی اکبرزاده همدا راز له مالیې وزارت څخه وغوښتل د ولسمشر د فرمان له مخې هغه لس میلیونه ډالره چې د غزني ښار د بیارغوني لپاره ورکړل شوي، تدارکاتي چارې یې اسانه کړي.

په غزني کې د تاریخي سیمو د بیارغونې بهیر وروسته له هغې پیل شو، چې د اسلامي کانفرانس کلتوري موسسې یا یوسیسکو پریکړه وکړه، چې غزني ولایت د ۲۰۱۳ میلادي کال لپاره د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ونوموي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG