د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

علمي:کرزی په ایران کې د ټروریزم ضد په نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي


د ولسمشر ویاند مرستیال حامد علمي
د ولسمشر ویاند مرستیال حامد علمي
ولسمشر حامد کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشری نن له غرمې وروسته ایران ته ستون شو.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې ولسمشر کرزی به په دې سفر کې د افغانستان، ایران او پاکستان په درې اړخیزه غونډه او له تروریزم سره د مبارزې په نړېوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

ویل کیږي، چې په دغو دوو غونډو کې به د سیمه ييزو مسایلو او په سیمه او نړۍ کې د تروریزم او ترهګری په ضد د مبارزې په اړه پراخ بحثونه وشي.

د ازادۍ راډیو خبریالې ماریا صدیقي د ولسمشر د ویاند له مرستیال حامد علمي سره تیلیفوني مرکه کړې، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ
XS
SM
MD
LG