د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

حکیمي:د اوباما او کرزي اړیکې به ټینګې پاتې شي


په امریکا کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل، په کابل کې د امریکا د سفیر د وروستیو غیرعادي څرګندونو سربیره، د اوباما د حکومت او د ولسمشر حامد کرزي ترمنځ اړیکې به ټینګې او د ډاډ وړ پاتې شي .

د رویټر اژانس لیکي، په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې هڅه وکړه، چې د ایکن بیري د څرګندونو اهمیت کم وښیي.

ایکن بیري په زغرده شکایت وکړ، چې د افغانستان یو شمېر سیاسي مشران د ده په وینا نا مناسبې او خواشینونکې خبرې کوي چې اشاره یې په څرګند ډول حامد کرزي ته وه .

د رویټرز په وینا، د کارل ایکن بیري اشاره په واضح ډول د جمهورریس حامد کرزي هغو خبرو ته وه، چې د سولې په مذاکرو کې یې د طالبانو او امریکا د مستقیمو تماسونو په اړه کړې وې.

ولسمشر کرزي ویلي وو، چې دا خطر شته چې د ناټو ځواکونو ته د اشغالګر ځواک په سترګه وکتل شي .

البته د جمهور ریس ویاند وروسته وویل، چې د هغه خبرې نا سمې تعبیر شوي.

ښاغلي حکیمي د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیر لوی او مثبت شیان شته چې د دوه اړخیزو اړیکو اساس جوړوي خو کله کله کوچني شیان هم پيښیږي .

ده ویلي، موږ یو ضرب المثل لرو، چې وايي حقیقي دوست به داسې خبرې درته وکړي چې تا به وژړوي.

رویټر اژانس لیکي ، دا خبرې که دوستانه وي او یا بل ډول ، په داسې حال کې کیږي چې د ناټو ځواکونه د افغانستان کورنیو قواوو ته د مسولیتونو د سپارلو تیاری نیسي او د امریکا متحد ایالات له افغانستان سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو اړیکو د موافقې پر جزیاتو بحث کوي .

سره له دې چې د امریکايي قواوو تقریبا دیرش زره کسیز اضافي ځواک تیر کال وتوانید چې په جنوب کې وسله وال طالبان وځپي، خو په عمومي ډول تشدد زیات شوی دی او له پاکستان سره په غربي سرحدونو کې د وسله والو فعالیتونه پراخ شوي دي .

له بلې خوا د ولسمشر اوباما اداره هڅه کوي، چې د دې هېواد زړه نا زړه کانګرس ته دا ثابته کړي، چې د افغانستان د حکومت د پیاوړي کولو، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د افغانانو لپاره د ثبات د تامین هڅې چې زیات لګښت ورباندې کیږي ثمر لري .

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي ویلي، چې د امریکا او افغانستان حکومتونه څنګ په څنګ د امنیت د ښه کولو، د بیارغونې او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره ګډې هڅې کوي .

خو رویټرز لیکي، چې د افغانستان په برخه کې د امریکا د کانګرس متزلزله نیت د جمهور ریس حامد کرزي وروستیو انتقادونو لا ضعیف کړی دی .

په واشنګټن کې سفیر اکلیل حکیمي دا منې، چې جمهور ریس حامد کرزي انتقادونه کړي خو دی وايي، چې د ښاغلي کرزي انتقادونه منطقي دلایل لري .

ده ویلي، موږ په لومړي خط کې پراته یو، زموږ نجونه ، هلکان او مشران وژل کیږي او اصلي قرباني موږ ورکوو .

د رویټرز اژانس په وینا ، د کارل ایکن بیري او جمهور ریس حامد کرزي د روابطو خرابوالی پټه خبره نه ده او ښايي کابل ته د نوي امریکايي سفیر راین کروکر له ورتګ سره د امریکا او جمهورریس کرزي اړیکې هم پرمختګ وکړي.
XS
SM
MD
LG