د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

الکوزی:په پاکستان کې د ۳یا ۴ زره درول شوو کانټینرو سرنوشت باید معلوم شي


افغان سوداګر، چې تل له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې له ستونزو سر ټکوي دا ځلې د ټرانزیټ د نوي تړون د پلي کېدو په څرنګوالي هم انتقاد کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې کبله، چې افغان سوداګر د نوي تړون اسناد په لاس کې نه لري په پاکستان کې دننه موټرې او مالونه یې ځای پر ځای درول شوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وایي، چې د نوي تړون د اسنادو د ترلاسه کولو پورې باید د دوي موټرو ته د پخواني تړون له مخې افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړای شي.

له افغان دولت څخه د الکوزي غوښتنه داده:

(د دولت لپاره زموږ لومړنې خبره داده چې زموږ ددغه ۳یا ۴ زره کانټینرو سرنوشت باید معلوم کړي چې د تړون مخکې ننوتي دي د پاکستان پولو ته موږ د پخواني پروتوکول له مخې ننوتي یو باید د پخواني پروتوکول د اصولو له مخې زموږ مال ته رخصت ورکړل شي چې راشي که دا ستونزه په یوه اونۍ که حل نه شي نو ددوي موټرې دې هم دلته ودرول شي )

ښاغلی الکوزی وایي، چې د پاکستاني سوداګرو موټرونه هم د ۱۹۶۵ میلادي کال د تړون له مخې حیرتان، شیرخان او تورغنډۍ ته تګ راتګ کوي.

ښاغلي الکوزي دا انتقاد په داسې حال کې کړې، چې تمه کیدله په همدې ورځ د افغان سوداګرو دوه موټرې، چې په وچه میوه بار وې د پاکستان له لارې هند ته واوړي.

خان جان الکوزی وایي، چې یادې ټرانزیټې ستونزې یې د سوداګرې له وزارت سره شریکې کړي خو دغه وزارت بیا وایي، چې تر دی دمه د ستونزو په اړه هیڅ خبر نه دی.

د سوداګرې وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وایي:

(هر وخت چې نوي تړونونو کیږي ستونزې به لري چې تر څو خلک ورسره اشنا کیږي پاکستان سره مو چې کوم تړون کړی دی د هغې پر بنسټ باندې افغاني لارۍ تلي دي او هره ورځ هلته تګ راتګ کوي .

خو تراوسه پورې رسما سوداګرو نه دي ویلي چې دوي په کوم ځای کې له چا له خوا نه په څه باندې له ستونزو د خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.)

افغان سوداګر په دې هم انتقاد کوي چې د تړون د لاسلیکیدو د مخه د تړون مواد د افغان سوداګرو سره شریک نه شول او د افغان سودګرو د پوهاوې لپاره هم کوم ځانګړې پروګرام پلي نه شو.

حال دا چې پاکستاني چارواکو د تړون د لاسلیکیدو د مخه د هغه هېواد په څلورو ایالتونو کې سوداګرو ته درې ورځنې روزنیزې دورې جوړې کړې وې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې ټرانزیټ تړون څو څو وارې د دواړو لورېو د لوړ پوړو چارواکو له خوا لاسلیک شوي دي.

خو د دې تړون د پلي کولو وروستۍ اعلان د جون په یوولسمه په اسلام اباد کې په داسې مهال وشو، چې افغان ولسمشر له پاکستاني مشرانو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته تللې وو.

مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG