د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۸

څارنوالۍ:د ملکيانو وژونکي مو اعدام کړل


 د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
د افغانستان لوی څارنوالۍ تایید کړه، چې په جلال اباد کې د کابل بانک په څانګه په شوې حمله کې ښکیل دوه کسان نن په کابل کې اعدام شول.

د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دا حکم د ولسمشر له توشیح وروسته نن په پلچرخي سیمه کې اعدام شول.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.
XS
SM
MD
LG