د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

پوهنې وزارت زده کوونکو ته په ښونځي کې صحي خوراک برابروي


په کابل ښارکې د بېلابېلو ښوونځیو مخو ته هره ورځ په کراچیو، غرفو او تبنګونو کې د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره له یوې افغانۍ څخه ان تر سلو افغانیو په بیه بېلابېل خوراکي مواد د خرڅلاو لپاره ایښودل شوي وي.

د کابل ښار د ځینو ښوونځیو زده کوونکي وایي، چې دوي هره ورځ د ښوونځي په مخ کې د خپلو پیسو په اندازه خوراکي مواد اخلي.

کله چې موږ هم د دې رپوټ د چمتو کولو لپاره د کابل ښار د مکروریانو سیمي ښوونځیو ته ولاړو، نو داسې تصور نه کېده چې دلته دې ښوونځی موجود وي، د ښوونځیو مخې یو وړوکي مارکیټ ته ورته وي، چې د زده کوونکو ډیره ګڼه ګوڼه په کې لیدل کیدله.

په همدې وخت کې یو شمېر زده کوونکي وایي، چې د دې موادو د را نیولو لپاره یي پلرونه او میندې له پنځو روپیو څخه ان تر دیرش افغانیو پورې ورکوي.

خو د کابل ښار د ښوونځیو مخې ته د خوراکي توکو یو شمېر پلورنکي وایي، چې دوي د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي د ښوونځو په مخ کې خوراکي مواد وپلوري.

د دوي په وینا د ښوونځیو په مخ کې يي د خوراکي توکي په ښه بیه او ژر پلورل کیږي.

له یو شمېر دغو کسانو څخه مو چې د خوراکي موادو د کیفیت په اړه وپوښتل وايي، چې دوي دا مواد خپله نه را واردوي هر ان هغه څه چې د دولت په خوښه سوداګر یي افغانستان ته را واردوي دوي یي په بازار کې خرڅوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا د ښوونځیو مخې ته د خوراکي موادو پلورل د زده کوونکو د روغتیا لپاره زیان اړونکي بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر غلام سخي کارګر نور اوغلي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ښوونځیو مخې ته خرڅیدونکي خوراکي مواد بې کیفیته دي، چې هرکال د ښوونځیو سلګونه زده کوونکي له دې امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي:

(هغه خواړه، چې د ښوونځیو مخې ته خرڅیږي، موږ یي اندیښمن کړي یو، ځکه اوس مهال هوا ګرمه شوې او هغه ماشومان، چې په اول او دوهم ټولګیو کې دي او په مجموع کې ټول زده کوونکي له دې خوړو څخه متاثره دي.)

د پوهنې وزارت هم د ښوونځیو مخې ته د خوراکي موادو پلورل د زده کوونکو د روغتیا تر څنګ د هغوي د امنیت لپاره لوی ګواښ بولي خو وایي، چې په دې برخه کې یي اقدام په پام کې نیولی دی.

د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ وايي، چې دوي په پام کې لري د زده کوونکو لپاره با کیفیته او پاک خوراکي مواد د ښوونځیو دننه برابر کړي.

نوموړی وایي، د ښوونځیو په انګړ کې د خوراکي موادو د برابرولو په برخه کې هغه چا ته لومړیتوب ورکول کیږي، چې د ښوونځیو په مخ کې همدا اوس په دې کار بوخت دی.

که څه هم د ښوونځیو په مخکې د خوراکي موادو پلورل نوی کار نه دی او دا له کلونو کلونو راهیسي دوام لري، خو د پوهنې وزارت چارواکي له کورنیو څخه هم غواړي چې خپل ماشومانو ته باید پیسې ورنه کړي، ترڅو د ښوونځي په مخ کې پرې خوراکي توکي را ونیسي.

د دغه وزارت مسولین له میندو او پلرونو څخه غواړي، چې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره دې ښوونځي ته د تګ په وخت کې دوي ته پاک او صحي خواړه ورکړي.


راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG