د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

په کابل کې د ښار پوهانو شورا خپله لومړنۍ غونډه وکړه


کابل ښاروال ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د کابل اوسنی حالت کنټرو کړي.
کابل ښاروال ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د کابل اوسنی حالت کنټرو کړي.
کابل ښاروالۍ وایي، چې د دې شورا د جوړېدو یوازنۍ هدف دا دی چې د دوی کارونه و ارزوي او په ورته وخت کې ورته لارښونه او مشوره ورکړي.

دغې شورا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پرانستونکې غونډه وکړه او ګډونوالو یې په خپل وار سره کابل ښاروالۍ ته خپل وړاندیزونه او مشورې وړاندې کړې.

کابل ښاروال محمد یونس نواندیش وایي، ډیرو لوړ رتبه کسانو د دغې شورا هر کلی کړی او د دې مینه لري چې غړیتوب یې ولري.

محمد یونس نواندیش د شورا د جوړولو هدف داسې څرګند کړ:

″د ښار د پوهانو شورا د کابل ښاروالۍ له خوا را وغوښتل شوه، په دې شورا کې یو شمیر پوهان، د نظر خاوندان او بانفوذه خلک چې په کابل کې موږ پیژندل رابلل شوي دي.

دغه کسان به د کابل ښار د ښه جوړولو، ښې پراختیا او لا ښایسته کولو لپاره خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کوي، چې موږ به د هغو په مرسته وکولای شو د ښار لپاره ښه پروګرامونه جوړ کړو.″

د غونډې ځینو ګډونوالو د ښار اوسنې حالت د اندیښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، چې که دغه حالت کنټرول نه شي نو ژوند کول به نور هم له ستونزو سره مخ شي.

د کابل پخوانی والي ذبیح الله مجددی په غیر معیاري ډول د لوړ پوړیزه ودانیو جوړول، په ښار کې د ډیرو کثافاتو شتون او د شنو ځایونو نه موجودیت ښاري ژوند ته جدي ګواښونه په ګوته کړل.

نوموړي د ښار د ښه ژوند لپاره کابل ښاروالۍ ته وړاندیز وکړ، چې په غرونو کې دې ونې کینوي او باید هڅه وشي، چې کابل ښار کې د ځمکې لاندې د میټرو اسانتیاوې رامنځ ته شي.

په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتوروزیر ډاکتر سید مخدوم رهین د کابل په تاریخې موقیعت رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې کابل په تاریخ کې د ښکلا، هنر او نقاشۍ ښار پاتې شوی او د ده به خبره بابر شاه په کې دوه دېرش ډوله غاټول ګلان پیدا کړي وو.

نوموړي د ښار داوسني حالت یوازنې لامل له ښاري ژوند سره د خلکو نه بلدتیا په ګوته کړه:

″کابل ښار له روزګاره داسې صدمه ولیدله چې دایما به له ستونزو سره مخ وي او اوسیدونکي یې هم ډیر کم له ښاري ژوند سره بلدتیا لري.

موږ ټول باید که د دې شورا غړي یو او که نه ترخپلې وسې پورې زیار وباسو، چې کابل ښار جوړ او سمسور کړو او له ښاروال سره مرسته وکړو.″

نوموړي وویل، هڅه باید وشي چې خلکو ته د ښاري ژوند په اړه پوهاوی ورکړل شي ترڅو ښار له دې ستونزو څخه خلاص شی.

خو کابل ښاروال له دې ټولو ستونزو سره سره ژمنه کوي، چې د خلکو په مرسته به وکولای شي د ښاراوسنې وضیعت کنټرول او د ښه ژوند فضا رامنځ ته کړي.

نوموړي وایي دا مهال د ښار په بیلابیلو برخو کې په اته ویشتو پارکونو کار روان دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې لا ډیر کارونه وکړي.


راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG