د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ولې د پاکستان بېړۍ په ډوبېدو ده؟


د پاکستان د پوځ او لوي درستېز جنرال اشفاق کیاني لپاره د روان کال پسرلی د غم او خپګان موسم و او که دغه جنرال په اولویتونو له سره فکر ونه کړي، د تاکتیکي پرمختګونو انتظار به یې بالاخره په مصیبت او بدبختیو بدل شي.

خپرونه لیکي، د مارچ میاشت کې جنرال کیاني او د دې هېواد د ای.اېس.ای استخبارتی ادارې مشر شجاع پاشا هغه مهال د کورنیو او بهرنیو افراطیانو له سختو انتقادونو سره مخامخ شول، چې د ریمونډ ډېوس په نامه امریکایي تبعه چې دوه تنه پاکستانیان یې وژلي دي، خوشي کړ.

د می میاشتې په لومړیو کې چې کله امریکایانو، اسامه بن لادن د پاکستان په زړه یعنې ابټ اباد کې وواژه، وضعه نوره هم خرابه شوه. په دې معنی، د پاکستان په دننه او بهر کې خلک داسې فکر کوي، چې د پاکستان پوځ یا د بن لادن د پټ ساتلو په جرم کې شریک دی او یا هم بې کفایته دی، چې د داسې یوه پیژندل شوي کس د پټيدو ځای ورته نه و معلوم.

که خبره رالنډه شي، خلک د جنرال کیاني او جنرال شجاع پاشا د استعفی او لیرې کیدو غوښتنه کوي.

د می میاشتې په نیمایي کې د امریکا د متحده ایالاتو په شیکاګو ښار کې د کاناډایي تبعه طهور رانا چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند د ممبی ښار په حملو کې یې لاس درلود، محاکمه پیل شوه. داسې ښکارېده، چې د پاکستان استخباراتي اداره ای. اېس. ای د رانا مدافع وکیله وه.

ډپلومات خپرونه لیکي، یوه اوونۍ وروسته هغه مهال چې تروریستانو په کراچي ښار کې د پاکستان د سمندري ځواک په هوایي اډې حمله وکړه، بیا هم د خلکو پام پوځ ته و.

د می د میاشتي په وروستیو کې پاکستاني ژورنالیست سید سلیم شهزاد، چې ویلي یې وو، په اډې باندې جهادیانو حمله کړې ده، ووژل شو. یو شمېر کسان د دغې وژنې پړه په ای. اېس. ای اچوي.

د ډپلوماټ خپرونې په وینا، له دې مسئلو څخه داسې بریښي، چې د پاکستان د پوځ د لوی درستېز جنرال کیاني بخت او طالع چپه شوي دي.

دغه جنرال زیار ایستلی، چې پوځ او سیاست سره جلا کړي او له واشنګټن سره اړیکې پیاوړې کړي.

د تېرکال اکتوبر میاشت کې جنرال اشفاق کیاني د یوه هیات په مشرۍ د ستراتیژیکي خبرو په مقصد واشنګټن ته تللی و او له جمهور ریس بارک اوباما سره یې وکتل.

هغه مهال جنرال کیاني دومره په کش کې و، چې حتی هندي کارپوهانو به د پاکستان له پوځ سره د مستقیم تماس ټینګولو خبرې کولې. خپرونه پوښتنه کوي: څه وشول چې هر څه په بل مخ شول؟

خپرونې په دې اړه د یوه امریکایي کارپوه ″پال″ خبره راخیستي چې وایي، پاکستان د نړۍ پرمخ تر ټولو خطرناکه هېواد دی او دا چې اټومي وسلې د پوځيانو په لاس کې دي دا واقعاً وېرونکې او وحشتناکه مسئله ده.

د پال په وینا، د پاکستان پوځیانو ته د عامو خلکو ژوند اهمیت نه لري او که چیرې اټم بم هم وخوري بیا به هم ماړه نه شي.

اصلي خبره دا ده، چې د پاکستان د حکومت بصیرت او لید د دې هیواد د استخباراتي ادارې له خوا له منځه وړل شوی. پوځ تل د حکمرانۍ او سلطنت په فکر کې دی او د پاکستان د دولت اساس او بنسټ په فرقه یي جګړو او د قدرت په منابعو ولاړ دی.

تر هغې چې دا حالت بدل نه شي او پاکستاني مشران د خپلې سیاسي محدودې ساحې اخوا فکر ونه کړي، پاکستان به همداسې په مصیبتونو او بدبختیو کې ډوب وي او لا به هم ډوبیږي.
XS
SM
MD
LG