د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

ولسي جرګه د خپل کار د لومړۍ دورې رپورټ چمتو کوي


د کتونکو په وینا ولسي جرګې په خپلې لومړۍ دورې کې ډېرې لاسته راوړنې نه درلودې.
د کتونکو په وینا ولسي جرګې په خپلې لومړۍ دورې کې ډېرې لاسته راوړنې نه درلودې.
په داسې حال کې، چې ترراتلونکې اونۍ به د ولسي جرګې دوبنۍ رخصتۍ پیل شي، د دې جرګې یو شمېر غړي د تېرو څلور نیمو میاشتو د خپل کاري رپوټ د وړاندې کولو غوښتونکي شول.

د ولسي جرګې غړي ښاغلي صادقي زاده د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، له رخصتي دمخه اړینه ده، چې د جرګې د کار د لومړی دورې رپوټ د یوې لاسته راوړنې په توګه وړاندې شي.

د ده په وینا، خلک باید په دې پوه شي، چې په دې موده کې د ولسي جرګې لاسته راوړنې څه دي.

″څلورنیم میاشتنۍ کاري دوره چې موږ درلوده، د هرکال په څېر د شورا په کاري پیام کې به، هر هغه څه چې په دغه شورا کې به ورباندې بحث کېده، د لاسته رواړنې په توګه وکیلانو ته ورکول کېدل.

دغه کار که اوس هم وشي، چې که رخصتی ته لاړو دا به وړاندې شي، چې څه کار شوی کوم قانون پاس شوی.″

ولسمشر حامد کرزي د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په وروستیو کې ملي شورا رسماً افتتاح کړه.

د ولسي جرګې له افتتاح وروسته د اداري هايت د مشر، منشیانو او د ولسي جرګې د ریاست د مرستیالانو ټاکل اونۍ، اونۍ وخت ونیو، چې د ولسي جرګې دغه کار د خلکو غبرګونونه هم راوپارول.

که څه هم د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر اعلام وکړ، چې د جرګې د کار د لومړی دورې رپوټ برابر شوی او خلکو ته به وړاندې شي، خو افغان کتونکي بیا د ولسي جرګې له څومیاشتنیو کارونو څخه خوښ نه بریښي.

د دوی په وینا د ولسي جرګې غړو د ملي مسایلو په اړه د اساسي بحثونو پرځای، ډېر به په خپلو شخصي مسایلو بحث کاوه.

افغان کتونکی ډاکټرفاروق بشر په دې اړه وايي:

″له کومې ورځې چې زموږ ملي شورا کار پیل کړی، په خپلو مشکلاتو کې اخته وو، لکه کمېټې جوړول، داخلي اصول تنظیمول او داسې نور، نعنې تر اوسه پورې غیر له دې چې دوی د دولت بودیجه تصویب کړه، بل داسې کوم کار یې نه دی کړی، څنګه چې ملت له دوی څخه هیله درلوده.

که موږ د دوی کار وارزوو، زه فکر کوم چې پرته د بودیجې له تصویب څخه دوی بل کار نه دی کړی.″

د ولسي جرګې په اوسنیو غړو کې د جرګې د تېرې دورې غړي هم موجود دي. دغه غړي د تېرې جرګې کارونه تر دې دورې غوره ګڼي.

د اوسنۍ ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي، چې په تېره جرګه کې د منشي په توګه دنده درلوده، وايي:

″تېره دوره ډېره ځلانده دوره و، د اوسنۍ دوره په اړه زه ځکه قضاوت نه کوم، چې دا دوره ډېره لنډه ده، چې موږ شاوخوا دوه میاشتې د اداري پلاوي په ټاکلو کې مصروف وو، بیا مو دوه ‎، درې قوانین هم تصویب کړي دي او د بودیجې تصویب دی.

د تېرې دورې پرتله په دې دوره کې موږ باید ډېر کار وکړو، ځکه تجربه مو لاسته راوړې ده.″

یوشمېر په دې باور دي، چې د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې د دغې جرګې د کار مخه نیولې ده.

یوشمېر وکیلان هم په دې باور دي، چې اټکل کیږي، د ولسي جرګې له یوشمېرغړو څخه، چې ویل کیږي، په درغلیو بریالي شوي، بېرته د وکالت حق واخیستل شي، دغه غړي زړه توري کړي او خپله دنده په هغه ډول چې لازمه ده سرته يې ونه رسوي.

راپور: ماریا صديقي
XS
SM
MD
LG