د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

په کونړ کې يوې څرخي الوتکې سقوط وکړ


د کونړ ولايت مرکز اسعداباد کې د ملي اردو يوې څرخي الوتکې سقوط کړى، چې له امله يې څو تنه افغان او بهرني سرتېري ټپيان شوي دي.

په کونړ کې د پوځي همغږۍ د دفتر مشر جنرال محمد نواب ازادۍ راډيو ته وويل د دفاع وزارت څرخي الوتکه هغه وخت رانسکوره شوه چې څرخونه يې د ملي اردو د کنډک له دېوال سره ولګېدل، چې په نتيجه کې يې درې امريکايي مشاورين، دوه کروشيايي پېلوټان او دوه افغان ژباړونکي ټپيان شول.

بله خواپه ختيځو ولايتونو کې د نړيوالو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د چهارشنبې د ورځي نژدې دوولس بجې د کونړ مرکز اسعداباد کې، د ملي اردو يوه څرخي الوتکه چې غوښتل يې د فياض کنډک په ميدان کي کښېني، د کښېناستو پرمهال د کنډک له دېوال سره ولګېده او له امله يې پر ځمکه راپرېوته چې په ترڅ کې يې څوتنه نړيوال او افغان سرتېري ټپيان شوي دي.

مطبوعاتي دفتر د ټپي سرتېرو د پوره شمېر او هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د اسعد اباد اوسېدونکي وايي چې د دفاع وزارت درې څرخي الوتکې د فياض کنډک پر فضا ګرځېدلې، چې يوه يې د راکوزېدو پرمهال راپرېوته او د څرخونو ټوټې يې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رياست د راډيو ټلويزيون پر ودانيو او شا و خوا سيموپرېوتې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په يو راليږلي ليکلي پيغام کې دعوه کړې چې هليکوپټر دوى ويشتلې او په کې ناستو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې وړ ده چې د چهارشنبې سهار نهه بجې وسلوالو کسانو پر فياض کنډک دوه د راکټ توغندي وويشتل خو دمسوولينو په وينا چې په کې چاته زيان نه دى اوښتى.
XS
SM
MD
LG