د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۴

امریکا له ملامحمد عمر سره اړیکي نیولي


د طالبانو د رژیم مشر ملا محمد عمر
د طالبانو د رژیم مشر ملا محمد عمر

واشنګتن د طالبانو له مشر سره د سولې د خبرو لپاره اړیکي نیولي دي. مخکې داسې رپوټونه یوې جرمنۍ مجلې خپاره کړې و چې د طالبانو له ټیټ پوړیو چارواکو سره امریکا د سولې خبرې د جرمني په منځګړیتوب روانې کړې دي.

د امریکایۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټربیون په وینا د طالبانو او امریکا تر منځ روابط د افغان طالبانو یوه پخواني ویاند ټینګ کړې دي.

عبدالحقیق چې یو وخت یې د طالبانو له پخواني ویاند ډاکټر محمد حنیف سره کار کاوه، وایي، چې ده له واشنګتن سره مرسته کړې ده څو د طالبانو له مشر ملامحمد عمر سره اړیکي ونیسي.

ډاکټر حنیف نژدې څلور کاله مخکې په افغانستان کې ونیول شو. دی وروسته تر دې چې د طالبانو ویاند عبداللطیف په پاکستان کې په دوه زره پنځم کال کې ونیول شو د طالبانو ویاند شوی وو.

ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه څرګندوي، چې امریکا طالبانو ته وړاندیز کړی دی چې د افغانستان په جنوب کې دې واک د دوی وي او په شمال کې دې هغه کسان واکمنان وي، چې امریکا پرې اغېز لري. خو طالبانو دا وړاندیز رد کړی دی.

امریکا په راتلونکي څو کلونو کې طالبانو ته ماتې نه شي ورکولی:

د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر متقاعد جنرال حمیدګل وایي، د طالبانو لپاره دا ډول وړاندیز د منلو نه دی، ځکه چې دا کار افغانستان له تجزیې سره مخامخوي.

البته په کابل کې د یوه پاکستاني ډیپلومات په وینا چې نوم یې نه دی اخیستی ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه وایي، طالبان په دې پوهیږي، چې دا ګرانه ده چې بهرنيو پوځیانو ته ماتې ورکړي او یا ټول افغانستان ونیسي، همداراز امریکا هم پوهیږي، چې په راتلونکو څو کلونو کې طالبانو ته ماتې نه شي ورکولی.

بل لور ته د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني روانه میاشت ولسې جرګې ته وویل؛ چې د ده شورا له طالبانو سره اړیکي ټینګ کړې دي خو تر اوسه لا طالبان د افغانستان د سولې پر عالي شورا اعتماد نه کوي.

برهان الدین رباني زیاته کړه، چې د ګلبدین حکمتیار او حقاني شبکې له غړیو سره هم ارتباطات شته.

هغه کسان چې په حکومت کې امتیازات ترلاسه کوي، هغوی د سولې د هڅو له بریالي کولو سره مخالفت کوي.

مهمند

خو د سولې په برخه کې د کابل پر هڅو په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند هم شک کوي، دی وایي، هغه کسان چې په حکومت کې امتیازات ترلاسه کوي، هغوی د سولې د هڅو له بریالي کولو سره مخالفت کوي.

رستم شاه مهمند زیاته کړه، چې دغه د امتیازاتو خلک له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مخالفت کوي ځکه چې دوی ښه پوهیږي، چې د همدغو ځواکونو تر سیورې لاندې دوی خپل امتیازات خوندي کولی شي.

طالبانو بیا له رپوټونو سره سم د سولې لپاره یو اصلي وړاندیز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو دی او بل د ملګرو ملتو د امنیت شورا له تور لست څخه د دوی د نومونو لرې کیدل دي.

په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو وتل راتلونکې میاشت پیلوي ملګري ملتونه د ډیپلوماټانو په وینا غواړي چې د طالبانو نومونه د القاعده شبکې له نومونو بیل کړي.

په دې اړه په ملګرو ملتو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین رویټرز اژانس ته وویل چې که چیرته امنیت شورا داسې وکړي نو له دې سره به د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره شي.
XS
SM
MD
LG