د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

دلیل: ناوړه دودونه د میندو د مړینې لامل کیږي


د عامې روغتیا سرپرسته وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د عامې روغتیا سرپرسته وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې په هیواد کې په هر نیم ساعت کې یوه مور د زیږون پر مهال مري خو د دوی په وینا د دې روغتیايي ستونزې تر شا تر ډیره د خلکو ناسم باورونه او اقتصادي او ټولنیز محدودیتونه موجود دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ثریا دلیل وايي، په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو د اکثرو مړینو مخه نیول کیدای شي، خو که مور په موقع سره روغتیايي مرکز او قابلې ته ورسول شي.

میرمن دلیل د مور د نړیوالې ورځې په مناسبت د دیني عالمانو یوه کنفرانس ته په وینا کې همداراز د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د نجونو پر تعلیم، میندو ته د روغتیايي خدمتونو په برابرولواو د سمې غذا په ورکولو هم ټینګار وکړ.

نوموړې له دیني عالمانو وغوښتل چې په دې اړه د خلکو په پوهولو کې خپل رول ولوبوي:

″تر څو پورې چې موږ یوه لړ چاپیریالي اسباب او ټولنیز اسباب چې د خلکو په روغتیا او سلامتۍ تاثیر لري، نه وي برابرکړي، د خلکو بدني روغتیا، رواني او ټولنیزه روغتیا نشو تامینولای.

له تاسو قدرمنو عالمانو او محترمو ورونو نه مو غوښتنه دا ده، چې په خپلو خبرو کې خلکو ته د اسلام له لارښوونو سره سم د خلکو لپاره د سالم ژوند او د سالم ژوند دود په ړه لارښوونې وکړئ.″

د دیني عالمانو دغه کنفرانس د خوندي مورولۍ د اړوندو مسایلو او د هغو په اړه د خلکو په پوهولو کې د دیني عالمانو د رول په اړه د عامې روغتیا او د حج او اوقافو وزارتونو له خوا جوړ شوی و.

د راپورونو له مخې د میندو او په ټوله کې بیا د ښځو د حقونو په اړه د اکثرو خلکو ناوړه باورونه او دودونه د دوی د ناپوهۍ له امله دي.

داسې خلک هم پیدا کیږي، چې د ناروغۍ په وخت کې روغتون ته د خپلې میرمنې بول ورته د ننګ مساله ده.
حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عبدالحکیم منیب


همداراز یو شمیر خلک د بچیانو په منځ کې وقفه راوستل او د هغې لپاره له اوسنیو اسانیتاوو نه ګټه اخیستو ته په ښه سترګه نه ګوري.

خو په کنفرانس کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عبدالحکیم منیب بیا وویل، چې د زیږون ترمنځ باید لږ تر لږه دوه کاله وقفه موجوده وي:

″د میندو او ماشومانو د سلامتیا او تندرستۍ لپاره، د زیږون تر منځ باید لږ تر لږه دوه کاله واټن وي، په دې اړه له اسلامي لارښوونو او صحي وسایلو څخه ګټه اخیستلای شو.

د زیږون ترمنځ واټن او د هغې ګټې د ژوند په پړاوونو کې د ماشوم د ښې روزنې او د جسمي او ذهني شخیت، د ښې ودې په موخه لازمه ده ترڅو له هغه څخه په ښه توګه څارنه او ساتنه وشي.″

ښاغلي منیب وویل، چې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره باید له اسلامي لارښوونو او روغتیايي لارو چارو ګټه واخیستل شي.

د افغانستان په ټولنه کې دیني عالمان د ځانګړي نفوذ خاوندان دي، خو په اکثرو سیمو کې داسې ویل کيږي، چې دیني عالمان په خپلو وعظونو او ویناوو کې د ټولنیزو ستونزو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه ډير څه نه وايي.

په عین حال کې که څه هم د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې له اتیا فیصدو نه ډیرو خلکو ته لومړني روغتیايي خدمتات رسیږي، خو د دغو خدمتونو ټیټ کیفیت او یا هم په ځینو سیمو کې له سره د صحي مرکزونو نشتوالی هم د زیږون په مهال د میندو د مړینې له لویو عواملو څخه ګڼل کیږي.
XS
SM
MD
LG