د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

ایساف:امریکايي استخباراتي مامورین به د مخالفینو د نفوذ مخنیوی وکړي


په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسلوالو مخالفینو د نفوذ مخنیوي به په دې ورځو کې د دوي او په افغانستان کې د نوېو امریکايي استخابارتي مامورینو په کاري لومړیتوب کې وي.

د امریکا متحده ایالاتو په داسې حال کې افغانستان ته د اتیا تنو اضافي استخابارتي مامورینو د استولو پریکړه کړې، چې په دې وروستیو کې د وسلوالو مخالفینو له خوا په پوځي تاسیساتو او له پوځي یونیفورم نه په استفادې سره بریدونه ډير شوي دي.

د راپورونو له مخې د امریکا دغه استخباراتي مامورین به افغان سرتيري د هېواد د امنیتي سرتېرو په لیکو کې د کسانو د سوانحو د څېړنې او د استخدام په برخه کې روزي.

د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس په دې اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل:

(د امریکا د متحده ایالاتو اسختباراتي کارپوهان چې دلته راځي، یو شمېر یې له مخکې راغلي دي، زه فکر کوم چې دلته ګواښ موجود دی، اندیښنه موجوده ده.

هغې ته ځواب ویل کیږي، په ځانګړې توګه په دې ورځو او اونیو کې د دې ستونزې مخنیوي زموږ له لومړیتوبونو څخه ده.)

ښاغلي بلاټس په دې برخه کې د افغانستان د دفاع د وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې څو ورځې مخکې یي د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي، په امنیتي ځواکونو کې د وسلوالو مخالفینو د نفوذ مخنیوي یې د لومړیتوبونو په سر کې دی.

په تیرو څو میاشتو کې په بیا بیا داسې شوي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سرتیرو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه کړي دي.

همدا راز د افغانستان په ځینو ولایتونو کې په یو شمېر افغان چارواکو ځینې بریدونه داسې کسانو وکړل چې پوځي یونیفورم یې پر تن و.

د دغو پېښو ډیریدو ته په پام سره یو شمېر افغان چارواکي هم اوس تاییدوي، چې وسلوالو مخالفینو پر امنیتي ځواکونو نفوذ کړی.

خو له دغو ستونزو سره سره په کابل کې د ناټو چارواکي هیله من دي چې افغان ځواکونه د کمیت او کیفیت له پلوه دې ته چمتو دي چې په راتلونکې میلادي میاشت کې له پلان سره سم د یو شمېر سیمو امنیتي مسئولیتونه پرغاړه واخلي.

په دې ګډ خبري کنفرانس کې په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډامينک مډلي په دې اړه وویل:

(د افغانستان د امنیتي ځواکونو توانايي ورځ په ورځ زیاتیږي، اوس د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر شاوخوا ۲۹۷۰۰۰ دی او ناټو تمه لري چې ان له ټاکلي وخت نه مخکې دغه شمېره د اکتوبر په میاشت کې ۳۰۵۰۰۰ ته ورسیږي.

د ناټو عمومي منشي ویلي دي، چې ناټو ډاډمنه ده چې د امنیت د انتقال پروسه د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړیدای شي.)

د افغان ځواکونو د روزنې د کچې ټیټوالي، بې سوادي او کم سوادي، او د تجهیزاتو او وسایلو کمښت یي ځینې نورې هغه ستونزې یادیږي، چې د یو شمېر کتوونکو په باور په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال په مخې کې پرتې دي.

ټاکل شوې چې راتلونکې میلادي میاشت افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال له پروسې سره جوخت له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیرهم پیل شي.

خو د افغان دولت او ناټو سازمان چارواکي بیا ډاډ ورکوي، چې دغه بهیر به د افغانستان شرایطو او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو کچې ته په کتو سره ترسره کیږي.
XS
SM
MD
LG