د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

په تهران کې نن هم د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري


په ایران کې چې له دوو ورځو راهیسې اعتراض کونکي د دوه زره نهم میلادي کال د لانجمنو انتخاباتو د دوهمې کالیزې په یاد واټونو ته راوتلي د امنیتي ځواکونو له سخت چلند سره مخامخ دي .

د ایران د مخالفانو ویب پاڼې د عیني شاهدانو په حواله وايي، چې نن هم د تهران په سړکونو ډیر شمېر اعتراض کونکي راوتلي، لاریون کوي او د اعتراض په نښه یې سکوت غوره کړی.

د مخالفانو ویب پاڼې کلمې کې راغلي، چې په سلګونه تنه اعتراض کونکي په داسې حال کې چې په سوله ایزه توګه یې پرون مظاهره کوله د ولي عصر په واټ کې ونیول شول او په زندان کې دي.

دا اعتراضونه پرون پیل شوي وو او نن هم ادامه لري.

یو تن چې په اعتراضونو کې یې برخه درلوده د خپلو سترګو لیدلی حال یی ازادۍ ته داسې بیان کړ:

(موږ د ولي عصر له واټه لاریون پیل کړ، هغسې چې وړاندوینه کېده د سړک دواړو خواوو ته امنیتي ځواکونه ولاړ وو او موږ ته یې لکه دیوال داسې جوړ کړی وو .

خو خلکو د دوي پروا ونه کړه او د سړک په څنډه کې یي خپل اعتراض ته دوام ورکړ او بې له دې چې شعار ورکړي روان وو .)

د شین غورځنګ استازو د خاموشه لاریون غوښتنه کړې وه، دوي وايي چې دوه کاله مخکې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د محمود احمدي نژاد په ګټه ډیره لویه درغلي وشوه او هغه د ولسمشر په توګه وټاکل شو .

ایراني مقامات دا تورونه ردوي او وايي د دوه زره نهم میلادي کال انتخابات ازاد او عادلانه وو، حکومتي چارواکي لا هم د خپلو مخالفینو فعالیتونه ځپي او هغوي په زندان کې اچوي .

د تیرې فبرورۍ په میاشت کې تر هغه وروسته چې د مخالفینو مشرانو میرحسن موسوي او مهدي کروبي د زرګونو تنو د مظاهري غوښتنه وکړه، نو حکومت دوي په کور کې نظر بند کړل .

په تیرو څو میاشتو کې بیا ایراني مشرانو په عربی نړۍ کې د خلکو پاڅونونه وستایل خو په خپل هېواد کې بیا اعتراضونه ځپي او مخه یې نیسي.

د میرحسن موسوي ویاند، امیر ارجمند ، دوه ورځې مخکې په واشنګټن کې وویل، د حکومت ځپل به هیڅکله د مخالفینو د پاڅون مخه ونه شي نیولی:

(شین غورځنګ ممکنه ده، چې د ځپلو په عکس العمل کې خپل تاکتیکونه بدل کړي وای، خو د خپل ژوند د دوام لاره یې موندلي ده)

سهام نیوز ویب پاڼې نن لیکلي، چې د بلوا ضد پولیسو او هغو حکومتي کسانو چې شخصي جامې یې په تن دي د ولي عصر له واټ سره په یوه پارک کې پر اعتراض کونکو په ډنډو باندې حمله وکړه .

دوکاندارنو ته امر وشو، چې خپلې هټې وتړي، په سلګونو نور کسان بیا د تهران په بله څنډه کې راټول شوي وو .

عینیي شاهدان وايي، چې په سلګونو امنیتي ځواکونه د ښار په بېلابېلو برخو کې راټول شوي او د اعتراض کونکو مخه نیسي .
XS
SM
MD
LG