د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د چین ولسمشر د شانګهای د سازمان په غونډه کې ګډون کوي


د چین ولسمشر هوجینټاو د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته د خپل سفر په پیل کې نن په استانا کې د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظرباییف سره خبرې وکړې.

دی به په دغه سفر کې چې یوه اونۍ دوام کوي، درې ورځې په قزاقستان کې پاتې شي او دغه راز به د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په استانا کې جوړیږي، هم ګډون وکړي.

هوجینټاو دغه راز په پام کې لري، چې د روانې اونۍ په پای کې د روسیې د سانت پترزبورګ په اقتصادي غونډه کې هم برخه واخلي او وروسته اکراین ته ولاړ شي.

د چین او قزاقستان ترمنځ اړیکي په وروستیو کلونو کې په تیره د انرژۍ په برخه کې چې چین د خپل ودې په حال کې اقتصاد لپاره د منابعو په لټه کی دی، پراخ شوې دي.

په اوس وخت کې په قزاقستان کې د انرژۍ، تولیدي صنعت او د ترانسپورت په سکتورونو کې له زرو زیاتې چیینایي کمپنۍ فعالې دي.

نظرباییف د تیرې فبرورۍ په میاشت کې له چین څخه لیدنه کړې وه، چې په نتیجه کې یې دواړو مشرانو یو شمېر لویې موافقې لاسلیک کړې وې.
XS
SM
MD
LG