جان هنټسمن چې یو مهال په چین کې د امریکا سفیر و او ویل کېږي چې ښايي د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو یو یاد کاندید وي وايي، د هغو اقتصادي ستونزو له کبله چې امریکا ورسره مخ ده، دا به غوره وي چې له افغانستان څخه ووځو.
د ولسمشر اوباما د ټاکلي پروګرام له مخې به له افغانستان څخه په را روانه میاشت کې د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به بشپړ شي .
خو جان هنټسمن وايي، امریکايي سرتېري باید تر ټاکلي پروګرام دمخه له افغانستان څخه ووځي، نوموړي د دې خبرې لپاره دلیل هغه اقتصادي ستونزې یادوي چې همدا اوس ورسره امریکا مخ ده .
نوموړي ویلي، که چېرې له ټاکلې پروګرام سره سم په افغانستان کې امریکايي سرتېري وساتل شي نو امریکا به اړ وي چې د یو تریلون ډالرو څلورمه برخه نورې پیسې هم په دې هېواد کې ولګوي .
نوموړي د سي، ان، ان ټلویزيون سره په یوه مرکه کې دا پوښتنه هم راپورته کړه چې ایا په افغانستان کې د طالبانو خلاف جګړه، د امریکا پر ملي ګټو کوم اغېز لري او کنه ؟
هنټسمن وايي، که چېرې په افغانستان کې له طالبانو سره جګړه زموږ پر ملي ګټو کوم مستقیم اغېز نه لري، که چېرې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو لپاره کومه منطقي ستراتیژي نه وي او که چېرې موږ نه پوهېږو چې په افغانستان کې به نور څومره لګښت کوو؟ نو ښه دا ده چې په افغانستان کې پر خپلو کړنو بیا کتنه وکړو .
د نوموړي له دې ټولو څرګندونو سره کله چې ترې وپوښتل شول ایا غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال د مخه دې له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتیري ووځي؟ نوموړي کوم روښانه ځواب ورنه کړ .
نوموړي وویل، زه په دې باور یم چې د امریکا خلک څومره ژر چې ممکنه وي له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو غوښتونکي دي .
نوموړى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکايي چارواکو تل ویلي په افغانستان کې یې د جګړې هدف دا دی چې دا هېواد یو وار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي .
جان هټسمن تر اوسه په رسمي توګه ځان د جمهوري غوښتونکو په استازیتوب د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې نه دی کاندید کړی، خو نوموړی وايي په دې اړه ډیر زر خپله پریکړه اعلان کړي .