په کابل کې د امریکا سفیر پرون مزار شریف ته د سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د مزارشریف د سرې او بریښنا فابریکه به د امریکا په مرسته بیا ورغول شي.
کارل ایکن بیري په مزارشریف کې د افغانستان د کانونو له وزیر سره یوځای ژورنالستانو ته وویل، چې د روان کال په اوږدو کې به د مزارشریف د بریښنا د تولید فابریکه د امریکا له خوا د څلور نوي میلیونه ډالرو په لګښت ورغول شي.
ښاغلي ایکن بیري دغه راز څرګنده کړه، چې په شبرغانو کې به هم د دوه سوه میګا واټه بریښنا د تولید په برخه کې درې سوه میلیونه ډالره ولګول شي او له شبرغان څخه مزار شریف ته د ګازو د نل لیکي د غځولو چارې به هم ډير ژر پیل شي.
د کانونو وزیروحیدالله شهراني د امریکا له خوا دا پانګه اچوونه مهمه بللې او ویلي یي دي چې له دې سره به د افغانستان اقتصاد ډیر وغوړیږي.