د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

امریکا د ایران پر ملي پولیسو نوي بندیزونه اعلان کړل


د امریکا حکومت پرون د ایران پر ملي پولیسو، ددې ځواک پر مشر او دوو نورو امنیتي ادارو نوي بندیزونه اعلان کړل، سپینه ماڼۍ وايي، د ایران پر امنیتي موسسو نوي بندیزونه په ایران کې د 2009 کال له لانجمنو انتخاباتو وروسته له بشري حقونو څخه د دې ځواکونو د جدي سرغړونو په خاطر وضع شوي.

د ایران پر پولیسو او د دې ځواک پر قوماندان اسماعیل احمدي مقدم او د سپاه پاسداران او بسیج پر ځواکونو دا نوي بندیزونه د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې د وزارتونو له خوا لګول شوي دي.

د امریکا د قوانینو له مخې د دې بندیزونو پر بنسټ د یادو شوېو ځواکونو او چارواکو ټولې شتمنۍ کنګل کېږي او افراد او موسېساتو ته له دوي سره د راکړې ورکړې اجازه او همدا راز احمدي مقدم او احتمالاً د دې ځواکونو نورو غړو ته د امریکا ویزه نه ورکول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن په 2009 کال کې د ایران د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته چې په نتیجه کې یې محمود احمدي نژاد د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه انتخاب شو، د خلکو اعتراضونو ته اشاره وکړه ویې ویل:

نژدې دوه کاله وروسته له دې چې د ایران زړور خلک واټونو ته راووتل، د مدني ازادیو او بنیادي حقونو لپاره د دوي مبارزه لاهم دوام لري.

مېرمن کلېنټن زیاته کړه، امریکا د ایران د حکومت پر هغو دریو موسسو چې د خلکو په ظالمانه ځپلو کې یې لاس درلود بندیزونه لګولي دي.

پر سپاه پاسداران ځواک د 2007 کال په اکتوبر کې هم د ډله ییزې وژنې د وسلو د پراختیا په خاطر بندیزونه لګول شوي وو، په دې لړ کې یې شتمنۍ کنګل شوې او شرکتونو ته ویل شوي و چې معاملې ورسره ونه کړي او اوس د نویو بندیزونو له مخې د سفر ممانعت هم پرې ور زیات شو.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د دې نوېو بندیزونو عملي نتایج ښايي محدود وي، ځکه معلومه نه ده چې په بهر کې د ایران د دې امنیتي موسسو شتمنۍ به څومره وي او د دې ځواکونو څومره غړي به د امریکا د ویزې غوښتنه کوي.

اژانس د یو امریکايي مقام له قوله لیکي چې وايي، د امریکا حکومت د خپلو اصولو له مخې د کنګل شوېو شتمنیو اندازه نه ده ښودلې.

دا مقام وايي، دی فکر نه کوي چې د کنل شوېو شتمنیو اندازه به دومره دقیقه وي چې د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو د نتایجو اندازه به ترې معلومه شي، خو یاد شوی مقام چې د رویټرز په راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی استدلال کوي چې برعکس د ایران له دې امنیتي ادارو سره د امریکا د مالي موسسو د اړیکو د پرې کېدو اغېزې به څو ځلې زیاتې وي.

دی وايي، نوي اقدامات د ایران پرضد د بندیزونو د لګولو لپاره د یوه پراخ نړېوال ائتلاف د جوړولو په برخه کې د امریکا د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده او په ایران کې په پراخو غیرقانوني اقداماتو کې د سپاه پاسداران ځواک ونډه نړیوالې ټولنې ته ورښيي.
XS
SM
MD
LG