د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د کابل جبل السراج او کابل جلال اباد دوهم سړک جوړیږي


د فواید عامې وزارت د کابل جبل السراج او کابل جلال اباد د دوهم سړک د جوړولو لومړني کارونه پیل کړي او وایي چې ډیر ژر به یي عملي کارونه هم پیل شي.

د فواید عامې وزارت سرپرست انجنیرعبدالقدوس حمیدي ازادۍ راډیو ته وویل، دا مهال له کابل څخه شمالي ولایتونو او جلال اباد ته غځیدلي لویې لارې ډیرې تنګې دي او نقلیه وسایط په تګ را تګ کې په کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي.

انجنیر حمیدي وویل، چې د کابل جبل السراج د دوهم سړک د قیرکولو مالي لګښت د جاپان له خوا او د کابل جلال اباد د دوهم سړک د جوړولو مالي امکانات د افغانستان د مالیې وزارت له خوا ورکول کیږي:

"دا سړک په دوو برخو کې جوړیږي لومړی برخه یې له کابل ښار نه تر چاریکار پورې او دوهمه برخه یې له چاریکار نه تر جبل السراج پورې.

موږ هڅه کوو چې کار یې چټک شي د دولت له بودیجې څخه هم د کار په پیل کې یوه اندازه پیسې لګول کیږي.

له کابل ښار نه د بګرام تر دوه لارې پورې یې اسناد بشپړ شوي او اوس مهال د داوطلبۍ په حال کې ده".

د فواید عامې وزارت سرپرست وویل، چې جلال اباد ته د پخواني غځیدلي سړک د کریړ اچوولو کارونه پیل شوي او د مالیې له وزارت څخه د پیسو له ترلاسه کولو سره سم به یې اساسي جوړول هم پیل شي.

د انجنیرعبدالقدوس حمیدي په خبره د تیر کال په مقایسه په لویو لارو کې د نقلیه وسایطو په تګ راتګ کې په سلو کې پنځه ویشت زیاتوالی راغلی او دیته اړتیا ده چې ځینې مهمې مواصلاتي او لویې لارې پراخې شي.

عام خلک د دې سړکونو او لویو لارو د پراخولو او جوړېدو د هلوځلو هرکلۍ کوي او وایي چې له دې سره به هم ګڼه ګوڼه او ټرافیکي پېښې کمې شي او هم به د ترانسپورت په برخه کې ډير ښه والی راشي.

د فواید عامې وزارت د چارواکو د معلوماتو پر اساس دا مهال په افغانستان کې شپږ نیم زره کیلو مټره سړکونه قیرشوي او په پام کې ده چې د روان کال تر پایه نږدې دوه نیم سوه کیلومټره نور سړکونه هم په اساسي ډول ورغول شي.

خو یو شمېر خلک شکایت کوي، چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې کوم سړکونه او لویې لارې چې قیر شوي ټیټ کیفیت لري او د لږ وخت په تیریدو سره دا سړکونه یا بیرته خراب شوي او یا هم د خرابیدو په حال کې دي، دوي دغه راز وایي چې د قیرشوېو سړکونو د څارنې او ساتنې مسالې ته هم لازمه پاملرنه نه کیږي.

خو د فواید عامې وزارت وایي، چې له دې وروسته به د سړکونو د جوړېدو له کیفیت څخه جدي څارنه وشي او د هغو سړکونو ساتنې ته به هم پاملرنه زیاته شي چې له مخکې نه قیرشوي دي.
XS
SM
MD
LG