د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

پکتیا:تر پخوا امن ډېر ښه شوى


د پکتیا والي جمعه خان همدرد
د پکتیا والي جمعه خان همدرد
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان له جنوبي او جنوب خیتځو سیمو څخه د نا امنیو د ډيرېدو راپورونه ورکول کیږي د پکتیا سیمه ایز چارواکي وایي، چې ان د دې ولایت په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم تر پخوا امنیت ټینګ شوې دی.

سلاکار وزیر او د پکتیا والي جمعه خان همدرد ازادۍ راډیو ته وویل، چې په تیرو دریو کلونو کې په دې ولایت کې هڅه شوې چې خلکو ته ښه دولتي خدمتونه ترسره او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن یا فاصله له منځه یوړل شي.

د ښاغلي همدرد په خبره په دې ولایت کې د امنیت د ټینګښت تر ټولو لوی لامل له امنیتي ځواکونو سره د خلکو ډیره همکاري اوپه بېلابېلو مواردو کې له هغوي سره سلامشوره ده:

(ماسره د پکتیا ولایت علما او سپین ږیري همکار دي او پخوا يي له دولت سره همکاري کمه وه او په ریښتیا هم که د ولس همکاري نه وي نه دولت مخې ته نشي تلای.)

د پکتیا والي وویل، چې دا مهال د ګردیز ښار ټول واټونه او د دې ولایت ډیرو ولسوالیو ته غځیدلي سړکونه قیر شوي، پوهنې پراختیا کړې او په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته روغتیایي خدمتونه زیات شوي دي او دا ټول د ده په خبره پرامنیتي وضعې مثبته اغیزه کړې.

جمعه خان همدرد څرګنده کړه، چې د دوي لپاره تر ټولوغټه ستونزه د وسله والو مخالفانو له خوا د سړک پرغاړه د ماینونو ښخول او له پاکستان سره په پوله کې د هغوي له خوا ځیني وسله والې حملې دي.

ښاغلي همدرد دا ومنله چې په دې ولایت کې د پولیسو شمېرکم دی او تجهیزاتو ته یې هم لازمه پاملرنه، نه ده شوې:

(موږ هم په دې اړه شکایت لرو چې پولیس باید زیات شي چې تر څو د مسولیت د لیږد په پروسه کې بریالي واوسو.)

پکتیا یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له پاکستان سره اوږده پوله او د مولوي حقاني مخالفه وسله واله ډله په کې پراخ فعالیت لري، له دې ولایت څخه د وسله والو مخالفانو د خوزښت او حملو راپورونه هم ډير خپریږي.

په عین حال کې ویل کیږي، چې د پکتیا ولایت په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې بېلابېلو قومونو د خپل قومي جوړښت او هلو ځلو له مخې د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی او د دوي دغو هڅو تر ډیره په دې ولایت کې د نا امنیو د زیاتیدو مخه هم نیولې ده.
XS
SM
MD
LG