د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۸

د کونړ والي د رحمان ملک وروستۍ څرګندونې دروغ وبللې


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د افغانستان حکومت تورن کړ، چې له هغو وسله والو سره مرسته کوي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

رحمان ملک په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل، له افغانستانه ترورستان د پاکستان خواته اوړي او د پاکستان د ځواکونو او ولس پر ضد عملیات کوي.

رحمان ملک د تیرې چهارشنبې پیښې ته اشاره کوله چې د حکومت په وینا شاوخوا څلور سوه وسله والو د کونړ له پولې سره ترڅنګ د بر دیر پر شلتالو پوستې برید وکړ او نژدې دیرش پوځیان په دې برید کې ووژل شول.

د رحمان ملک د څرګندونو په اړه احمد شیبر د کونړ له والي څخه پوښتنه وکړه، چې دا کسان د کونړ له لورې بر دیر ته اوښتي دي؟

سید فضل الله واحدي وویل:

د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG