د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

کونړ: د پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي


کونړ والي سيد فضل الله وحيدي
کونړ والي سيد فضل الله وحيدي
په کونړ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ادارې لپاره د دوه پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

وداني د لوړو زده کړو وزارت د درې لکو امریکایي ډالرو په پراختیایي بودیجه جوړیږي، چې شپاړس خونې او نورې اسانتیاوې به لري او چارې به يې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
د بنسټ ډبرې د ایښودلو لپاره یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس استاد میر احمد حامد وويل، نوې جوړېدونکې وداني شپاړس خونې او نورې اسانتیاوې لري، چې چارې به یې د درې لکو امریکایي ډالرو په لګښت په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

غونډې ته د کونړ ولایتی شورا رییس حاجي میاحسن عادل وویل دوی د لوړو زده کړو وزارت له مسوولینو مننه کوي چې د کونړ لپاره یې پوهنتون منظور کړ او اوس یې د اداري برخې لپاره ورته د ودانۍ د بنسټ تيږه کېښوده.

هغه وویل کونړ د نورو ولایتونو پر پرتله له مرکز کابل څخه ليرې دی او خلک یې د تعلیم ترلاسه کولو لپاره ډېرې کمې اسانتیاوې لري، نو لازمه ده چې مرکزي دولت او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت کونړي ځوانانو ته د تعلیمي بورسونو په ورکړه کې له عدالت څخه کار واخلي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد وویل که افغانان غواړي چې له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره د سیالۍ په کتار کې ودرېږي، نو د لوړو زده کړو ترلاسه کولو ته دې ځانګړی پام وکړي.

یو کال او درې میاشتې کېږي چې په کونړ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون پرانيستل شوی، چې د ښوونې او روزنې، کرنې او مالدارۍ او شرعیاتو پوهنځي لري او اوسمهال په کې د شپږو نجونو په ګدون درې سوه محصلین په زده کړو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG