په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چارواکي وایي، چې د یوه کال په موده کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د بګرام د زندان د مسوولیتو نو په سپارلو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
په هېواد کې د ناټو د ځواکونوعمومي قوماندان جنرال پټرویس د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د توقیفي او عملیاتو چارو د څارنې د مسوول رابرټ هارډ د ماموریت د پای ته رسیدو په مناسبت په یوې غونډه کې وویل، چې د بګرام په زندان کې د سلګونو افغان بندیانو دوسیې په بیړه او دقت سره څیړل کېږي، چې تراوسه ځني شاوخوا څلور سوه افغانان د تفاهم او ضمانتونو په ورکړه، خوشې شوي دي:
″په یقیني توګه هدف دا دی، چې د پروان د زندان مسوولیت په لږه موده کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
دالړۍ د تېر میلادي کال په سرکې پیل شوې ده، چې یو څه پرمختګ په کې شوی دی. د زندانیانو ډېرې دوسیې څیړل شوي او زندانیان له زندانه خوشي شوي هم دي.″
جنرال پټرویس داهم وویل، چې افغان زندانیانو ته د یولړ حرفو د زده کړې پروګرامونه هم پیل شوي دي.
له تیر میلادي کال راهیسې د دې زندان یوه برخه چې شاوخوا پنځه سوه زندانیان په کې دي، افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.
د افغانستان د بشر د حقونو د سازمان رییس لعل ګل دا اقدامات کافي نه ګڼي او وایي، چې دا بهیر به له دې هم ګټور شي، چې د دوسیو د څیړلو واک هم افغانانو ته ورکړل شي.
″موږ د دې اقدام هرکلی کوو، دا زندان داسې ځای ته باید انتقال شي چې واکمني او استقلال یې په بشپړه توګه د افغانانو په واک کې وي، ترڅو د زندان ټولې چارې افغانان ترسره کړي او بله داچې اوس هم دا اندیښنې شته چې امریکاییان نه غواړي د زندان ټول واک دې افغان ځواکونو ته ورکړي.″
په افغانستان د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوی زندان د بګرام زندان دی، چې اوس د پروان د زندان په نوم یادیږي او شاوخوا زر تنه افغانان په کې له طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور پراته دي.
افغان مربوطو ادارو په وروستیو څو کلونو کې د ناټو له ځواکونو غوښتي وو، چې د دې زندان مسوولیتونه دې دوی ته وسپاري.
ویل کېږي، چې امریکایي ځواکونه په دې هېواد کې یوشمېر پټ زندانونه هم لري.
خو دا ادعا په څرګنده توګه ثابته شوې نه ده او بهرني ځواکونه یې هم حقیقت نه ګڼي.
راپور: خان محمد سیند