نشنل انټرسټ:
نشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په اړه یوه مقاله خپره کړې او لیکي، له ډیرو افغانانو سره چې په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان د شوروي د ځواکونو وتل په یاد لری، له دې هیواده په نژدې راتلونکې کې د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه ویره پیدا شوې چې ګوندې بیا به هیواد د ۱۹۹۰ کال کورنیو جګړو کې ښکیل شي.
د مقالې د لیکوال په وینا که امریکا او ناتو پرینږدي چې افغانستان بیا پریوه ناکامه دولت بدل شي نودې هیواد ته په کار ده چې یوه قوي، ګڼ قومي او مهارت لرونکې اردو ولري. دا به نسبتا یوه کوچینۍ اردو وي.
د نشنل انټرسټ خپرونې په وینا په زیاتو وروسته پاتې ټولنو کې پوځ د دولت قوي ارګان دی، چې د ګډوډیو او نظم ترمنځ وروستۍ مانع بلل کیږي.
افغانستان هم استثنا نه دی. کله چې په ۱۹۸۹ کال کې شوروي له افغانستانه ووتله، د کابل حکومت څو کاله نور هم ځان ټینګ کړ، خو کله چې اردو منحله شوه هیواد په بیړه د کورنۍ جګړو په ډګر بدل شو.
نشنل انټرسټ خپرونه وړاندې لیکي، که طالبان د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته خپل فعالیتونه زیات کړي او د کابل د نیولو لپاره ملاوتړي چې د خپرونې په وینا دوی به دغه کارهم وکړي.
د افغانستان کمزوری حکومت او په اداري فساد ککړ وزیران به یې ونه شي کولای چې د حکومت د نسکوریدو مخه ونیسي او نه به هم کمزوري روزل شوي پولیس چې ښه نه دي مجهز په ولسوالیو کې وکولای شي، چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي. دا یواځې د وسله والو ځواکونو کار دی.
نشنل انټریسټ خپرونه وړاندې لیکي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمیر په زیاتوالي سره د دغې ستونزې مخه نه شي نیول کیدای بلکې ناټو او امریکا ته په کار ده، چې د افغانستان د ملي اردو کیفیت ته ډیرپام واړوي او یوه داسې اردو رامنځ ته کړي، چې د ټولو قومونواستازیتوب وکړي.
یوه اردو چې د هیواد ملي ګټو ته ژمنه وې او یواځې له هیواد څخه په دفاعي چارو تمرکز وکړي او وسله وال پرې نږدې چې هیوا له ګواښ له ګواښ سره مخ کړي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې او د پیل په کرښو کې لیکي، د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت ډله په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو په اړه غورکوي او ښایي دغې پروسې ته له هغه څه نه چې په وروستیو ورځو کې پرې بحث کیده، ډیرسرعت ورکړي.
یوشمیر چارواکو ویلي، چې دغه اقدام اوس ځکه توجیه کیدای شي، چې له یوې خوا د دغې جګړې لګښت زیات شوی اوله بلې خوا هم د القاعده د مشر اسامه بن لادن په وژلو سره د دوی په وینا د دې زمینه برابره شوې، چې پرستراتیژۍ له سره غور وشي.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، له افغانستانه د زیاتو عسکرو ایستل یو د اوباما له انتخابونو دی. د ملي امنیت شورا د افغانستان او پاکستان په اړه د دوشنبې په ورځ میاشتنۍ غونډه کوي، که څه هم د ځواکونو د کمولو پرموضوع جلا بحثونه پیل شوي، خو د دغې غونډې ارزیابی به په هغې پریکړه کې رول ولوبوي چې څه شمیر عسکر له دې هیواده وایستل شي.