د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

کرنې وزارت:د غنمو حاصلات به۳۰ سلنه ډېر شي


د افغانستان د کرنې وزارت هیله مند دی، چې د جاپان له خوا د اصلاح شوېو تخمونو په مرستې به د هېواد د غنمو حاصلات دېرش سلنه ډېروالی ومومي.

د کرنې وزارت د دوشنبې په ورځ له جاپان سره د یوولسو میلیون ډالرو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یي په هېواد کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکولې کیږي.

د کرنې د وزیر محمد اصف رحیمي په وینا دغه مرستې، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دي، د نړېوالو مرستو له دفتر یا جایکا او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د دفتر په تخنیکي مرسته لګول کیږي.

د کرنې وزیر محمداصف رحیمي وايي، چې افغانستان باید په خپله د اصلاح شوېو تخمونو په برابرولو کې هڅه وکړي:

( د بذري تخمونو په وېشلو سره به له ۲۰ تر ۳۰ فیصدو پورې کرنیز حاصلات لوړ شي او همداسې، چې اوبه هرکله ووېشل شي، همداسې چې د
د کرنې د پراختیا او د خوړو د خوندیتوب د یوولسو میلیون ډالرو تړون د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کرنې وزارت، د جاپان او د ملګرو ملتونو د کرنې د دفتر ترمنځ لاسلیک شو.

ناروغیو مخنیوی کیږي، بذري تخمونه هم باید هرکال ووېشل شي.

موږ داسې سیستم جوړ کړو، چې اصلاح شوي بذري تخمونه په خپله تولید کړو، داسې تخمونه معرفي کړو، چې د ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي شي او دا ډول تخمونه له نړۍ څخه هېواد ته وارد کړو، دا د کرنې وزارت دنده ده.)

د کرنې وزیر محمداصف رحیمي زیاتوي، چې افغانستان هر کال په ۷۵۰ میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې له ګاونډېو هېوادونو څخه يي پلوري.

د کرنې وزیر همداراز وویل، چې اصلاح شوي تخمونه به لومړی د کندز ، تخار ، بلخ ، ننګرهار او کندهار په ولایتونو وېشل کیږي.

د کرنې د تولید او ظرفیت د لوړولو لپاره هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې د جاپان سفیر ریچیرو تکاهاشي وايي، هېواد يي هڅه کوي، چې له افغانستان سره د کرنې په برخه کې خپلې مرستې نورې هم پراخې کړي:

(موږ هیله مند یو، دا پروژه ، چې پلي کوو يي ، یوازې د اصلاح شوېو تخمونو په وېشلو پورې محدوده پاتې نه شي، بلکې هڅه کوو، چې د دغې پروژې له لارې د بزګرو او د کرنې د وزارت کاري ظرفیت په بېلابېلو برخو لکه په اوبه لګولو او کرنیزو محصولاتو په وده کې لوړ کړو.)

ښاغلی تکاهاشي وايي، چې تېر کال يي هم شا وخوا ۵۰ میلیون ډالره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان په واک کې ورکړې وې، چې د افغانستان د کرنې په برخه کې ولګول شي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا په پنځه کلنه ستراتيژی کې هم ټینګار شوی ، چې د دغه هېواد کرنې برخې ته زیاته پاملرنه وشي، ترڅو د غلو د تولید له پلوه په ځان بسیا شي.

خو افغان بزګر په دې باور دي، چې د اوبو لګولو د منظم سیستم، د پرمخ تللو کرنیزو سامانونو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړخونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د کرنیزو حاصلاتو په ډېروالي کې ستونزې پیدا شي.

خو د کرنې وزارت وايي، چې د ظرفیتونو د لوړولو او له نوېو ټکنالوژی سره د بزګرانو اشنايي او د نړېوالې ټولنې د مرستو د جلبولو لپاره يي هڅې روانې دي.
XS
SM
MD
LG