د پنټاګون مشر کابل ته په خپل وروستي کاري سفر کې یو څرګند پیغام دا ورکړ، چې نه غواړي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې له بیړي کار واخلي.
رابرټ ګیټس، چې تمه ده د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو پورې له خپلې دندې تقاعد واخلي د شنبې په ورځ له سنګارپور نه په یو ناببره سفر کابل ته راورسید.
ده له افغان ولسمشر سره تر لیدو وروسته په یوه خبري غونډه کې دا په ډاګه کړه، چې نه غواړي یو ځلې بیا افغانستان ته په شا اړولو سره د شلو کلونو مخکې ترخه تجربه تکرار کړي:
(د افغانستان خلک باید دوه اساسي مسئلې په یاد وساتي، لومړې دا، چې امریکا او د ایتلاف نور غړي ممکن د وخت په تیریدو سره د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي، خو موږ له افغانستان سره اوږد مهاله ستراتیژیکو همکارېو ته ژمن یو.
موږ به د افغان امنیتي ځواکونو روزلو او سمبالولو ته دوام ورکړو او هر هغه څه، چې په وس کې لرو ترسره به یي کړو، څو له افغان دولت سره د خپلو وګړو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړو.
که په مختصر ډول یي ووایم، موږ به په وتلو کې بیړه ونه کړو، زه په دې باور یم، چې زما او د جنرال پیتروس ځای ناستې هم ورته فکر لري.)
ګیټس که څه هم دا ومنله، چې په ځینو مسایلو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ اختلاف موجود دې، خو ده د ستراتیژیکو همکارېو تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارېو د دوام لپاره یوغوره اساس وباله.
د ګیټس په خبرو کې یو بل مهم ټکې دا وو، چې ده په افغانستان کې د پخلاینې له روانو هڅو سره سره په وسله والو مخالفینو د پوځي فشار په دوام ټینګار وکړ.
افغان ولسمشر حامد کرزي بیا که څه هم د پخلاینې په روانو هڅو ټینګار کاوه د وسله والو په اصلي مرکزونو، چې د ده په وینا په هر ځای کې وي د موثره مبارزې ملاتړ وکړ:
(د ترهګرو د پټن ځایونو په خلاف مبارزه، چې په هر ځای کې وي او د پخلاینې په لور موثره هلې ځلې او همدا راز د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوې کې به موږ د خپلو متحدینو ترشا ولاړ یو.)
ښاغلي کرزي یو ځلې بیا دا په ډاګه کړه، چې افغانان که څه هم د تروریزم په خلاف به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، خو د بهرنیو ځواکونو په هوایي او خپل سرو حملو کې د مرګ ژوبلې زغم نه لري.
ښاغلي کرزي له رابرټ ګیټس څخه مننه وکړه، چې تل یي په دې اړه د افغانانو پیغام خپلو مشرانو ته رسولې دې.
ګیټس په ۲۰۰۶ میلادي کال د امریکا د دفاع وزیر په توګه وټاکلې شو او له هغې نېټې یي تر اوسه پورې دولس ځلي افغانستان ته کاري سفرونه کړي.
دې غواړي په خپل وروستي سفر کې د څو ورځو لپاره له خپلو پوځیانو سره پاتې شي او د ده په وینا له هغوي څخه د روانې مبارزې لپاره مننه وکړي.