بهر ته د صادراتو مخ په زیاتیدونکې کموالی او هېواد ته د وارداتو زیاتوالی هغه مساله ده، چې په دی وروستیو کې یې د افغانستان د سوداګری او صنایعو د خونې او سوداګرو اندیښمنې زیاتې کړي دي.
په دې برخه کې یوه شوې ارزونه ښيي، چې د هېواد مارکېټونه د ګاونډیو هیوادونو له هغو مالونو ډک دي، چې ښه کېفیت نه لري خو په ښه بڼه پروسس او دسته بندي شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ريیس محمد قربان د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د هېواد د صادراتو د کچې په ټیټیدو اندیښنه وښوده او ویې ویل:
″له یوزرو درې سوه اوه اتیایم کال څخه تر اته اتیایمه پورې د هېواد په صادراتو کې درې دېرش سلنه کموالی وینو. صادرات مو څلورسوه درې میلیونه ډالره او واردات مو درې میلیارده، درې سوه او شپږدېرش میلیونه ډالره وو.
تیرکال مو واردات څلورمیلیارده او څلوردیرش میلیونه ډالره او صادرات مو درې سوه پنځه شپیته اعشاریه پنځه میلیونه ډالره وو.″
حقجو وویل، ناامني، د محصولاتو غیرمعیاري پروسس او دسته بندي،
د لارو په اوږدو کې له ترانسپورتي وسایطو څخه بیا بیا پیسې اخیستل،
د صنعتي، زراعتي او سوداګریزو بانکونو نشتوالی، سوداګرو ته د دولت لږه پاملرنه او داسې نور هغه لاملونه دي، صادرات یې لږ او هیواد یې د ګاوڼدیو په یوه وارداتي مارکېټ اړولی دی.
په افغانستان کې د حامد کرزی د حکومت په لومړۍ دوره کې ګڼ شمیر پانګوالو فعالیت پیل کړ، چې مثبتې نتیجې یې لرلی، خو څرنګه چې دا فعالیتونه د بهرنیو مارکېټونو له معیارونو سره سم نه وو، د صادراتو لړۍ په لږه موده کې کمزورې څه چې، د ودریدلو ځای ته نږدې شوه.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ګاونډیو هیوادونو سره د ترانزیتي ستونزو پر حل تاکېد وکړ او ویې ویل دا ستونزه له پاکستا ن د اواري په حال کې ده خو ازبکستان سره لا پاتې ده:
″له پاکستان سره مو د اپتا په نوم ټرانزیټي توافقنامه لاسلیک شوه، د دې له مخې به د افغانستان ترانسپورت ترکراچۍ او واګۍ پورې تللې شي او له هغه ځایه به افغاني او پاکستانی مالونه افغانستان ته لیږدوي. هیله ده پاکستان پردې عمل وکړي.″
پخوا تردې افغانستان د وچو اولمدو میوو، طبیعي نباتاتو، د څارویو د پوستکو، قالینو، قیمتي ډبرو، مرمرو او داسې نورو عمده صادرونکی هیواد و.
خو کارپوهان وایي، چې اوسمهال دغه ټول مواد د اومو موادو په توګه ګاونډوي ته ځي، هلته په نوي او معیاري بڼه پروسس او دسته بندي کېږي او په بهرنیو هېوادونو کې د ګاوڼدیو د تولیداتو په نوم په لوړو بیو خرڅیږي.
سوداګر او تولیدونکي وایي، دولت باید ژرترژره د دې ستونزې اواري ته تدابیر ونیسي.
راپور: خان محمد سیند