د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۸

مژده: له طالبانو سره د سولې په خبرو کې تناقضات شته


وحيد مژده
وحيد مژده
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې د خبرواترو په اړه د چارواکو څرګندونې او د خلکو ګونګوسې په زیاتېدو دي، وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

له بلې خوا په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو ډلو د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه چې احتمالاً طالبان به پراخه ونډه پکې ولري، اندېښنه ښيي او غواړي چې د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم د ښځو د حقونو، د بیان او مطبوعاتو د آزادۍ او نورو بنیادي حقوقو ضمانت باید د سولې په خبرواترو کې یقیني شي.

ځینې څارونکي د دې خبرواترو بریالیتوب ته چې افغان حکومت او د لویدیځ چارواکي په دې وروستیو کې ډېر ورته هیله من ښکاريږي د شک په سترګه ګوري. د دې تناقضونو په اړه احمدتکل د سیاسي چارو له کارپوه وحیدمژده سره مرکه کړې ده:

دا مرکه له دې ځايه هم اورېدلاى شئ
XS
SM
MD
LG