د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۵

په کندهار پوهنتون کې دوو چاودنو دوه محصلين ووژل


د چارواکو په وینا د حملي اصلي هدف د انجینرۍ پوهنځۍ د دریم صنف یو محصل و
د چارواکو په وینا د حملي اصلي هدف د انجینرۍ پوهنځۍ د دریم صنف یو محصل و
د کندهار په پوهنتون کې دوه پرله پسې چاودنې شوي چې لومړۍ چاودنه شاوخوا دوولس نيمې بجې د انجنيرۍ پوهنځي ته نږدې وشوه.

د کندهار پوهنتون ريیس حضرت مير توتاخېل ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغه پېښه کې دوه محصلين وژل شوي او د پوهنتون د ځينو پوهنځيو ښيښې هم ماتې شوې دي.

د توتاخېل په وينا د چاودنې هدف د انجنيرۍ پوهنځي وژل شوى د درېيم کال محصل و، چې د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق سکرټر هم و.

ښاغلی توتاخېل وايي، چاودېدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځای پرځای شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکول شوې ده:

″يولس دقيقي ترمخه د انجنيري او د طب د پوهنځيو مخې ته يو موټر سايکل چاودلي دي، په دې کې زموږ يو محصل چې د جنرال صاحب عبدالرازق خان سکرټر او زموږ د درېيم کال محصل و، وژل شوی، له ده سره يو بل محصل هم و هغه هم وژل شوی″

په دویمه چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي:

دغه راز پر همدې مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي ته نږدې په ورته ډول يوه بله چاودنه هم وشوه.

دغه چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې پوليس د لومړۍ چاودنې د پلټنې لپاره سيمې ته ورغلل. د چارواکو په وينا په دغه پېښه کې هم دوه پوليس ټپيان شوي دي.

بل خوا د کندهار عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا ازادۍ راډيو ته وويل، چې د داړو پېښو څخه دوی ته يو مړی او درې ټپيان ور وړل شوي.

د ښاغلي پخلا په وينا ټپيان ټول پوليس او وژل شوي محصلين دي.

د پيښې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستي.

راپور: محمد صادق رښتينى - کندهار
XS
SM
MD
LG