که چېرې حکومت د کابل بانک پر دفتر د برید کوونکي د دوسیي په څیړلو کې کمزوری عمل وکړي او هغه ته د قانون سره سمه سزا ورنه کړي پرحکومت به د خلکو باور زیانمن شي.
دا خبره د افغانستان د بشر د حقونو د سازمان ريیس لعل ګل ازادۍ رادیو ته وکړه، ده د بریدکوونکي په هکله د ابتدایي محکمې او استیناف پریکړو ته اشاره وکړه او ویي ویل:
(زما په فکر دوسیه له ابتدایي محکمې تیره شوې او هیله ده پورته محکمې هم پر قضیي کره غور وکړي ځکه چې په دې هکله بربنډ اسنا د موجود دي، قانون له هر څه زور دی او باید پلي شي.)
د جلال اباد په ښار کې د کابل بانک پر دفتر برید کوونکي زرا جان نومیږي، د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی دی او له بریده یوه ورځ وروسته تیر کال د حوت په لومړي ورځ ونیول شو.
د پېښې په تصویرونو کې لیدل کیږي چې برید کوونکي په بانک کې ایسار نارینه او ښځې له یوه سره د کلاشینګوف په ګولیو ولي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هم وایي چې دا برید کوونکي باید د عدلي ارګانونو له منګلو خوشې نه شي.
د دې کمیسیون یو چارواکي شمس اله احمدزی وایي:
(له عدلي او قضایي ادارو څخه هیله ده د ټولو تورنو افراد و په وړاندې داسې تصمیم ونیسي چې عدالت تامین شي، بې ګناه مجازات نه شي او مجرم له عدلي تعقیب څخه پاتې نه شي.)
یو شمېر افغانان وایي په عدلي ادارو کې د فساد نښو نښانې بې باوره کړي او ډاډمن نه دی چې مجرم ته به سزا ورکړای شي:
(قانون نشته حکومت نشته، مجرم جرم وکړ، خلک یي ووژل ، ونیول شو خو د سزا درک یي نه لګي، کرزي هم وویل چې سزا دې ورکړل شي، خو سزا یي چا ونه لیده، که ده ته سزا ورنه کړای شي، نور به څنګه عبرت واخلي.)
خو دولتي چارواکي وایي، په دې برخه کې هیڅ بې پروا یي نه ده شوې او پر مجرم د قانون حکم پلي شي.
د افغانستان د لویي څارنوالۍ د یوې څانګې ريیس سید نوراله سادات د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل:
(قضیه ډیره مهمه وه یو جنایت و ، څارنوالۍ پرې کره څیړنې کړي او سترې محکمې ته لیږلی ده، سره له دې تر نهو میاشتو څیړنو ته ضرورت و ، لیکن عدلي او قضایي ارګانونو په لږه موده کې بشپړه کړه چې اوس یي حکم ته انتظار ایستل کیږي.)
ویل کیږي، چې د جلال اباد په ښار کې د کابل بانک پر دفتر د برید کوونکي دوسیه تر سترې محکمې رسیدلی ده .
ازادۍ رادیو ډیره هڅه وکړه چې د پېښې په هکله د خلکو او د بشر د حقونو د کمیسیونونو اندیښنې له سترې محکمې سره هم شریکي کړي، خو بریالی نه شوه .
د جلال اباد په ښار کې د کابل بانک پر ودانۍ د برید په پیښه کې څه باندې څلویښت تنه ووژل شول او اویا په کې ټپیان شول.
دغه برید د افغانستان ولسمشر کرزي هم غندلی او برید کوونکي ته یي د سختې سزا غوښتنه کړې ده.