د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

افغانستان له هند سره د پوځي اړیکو په اړه خبرې وکړې


د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک
د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک
د افغانستان د دفاع وزیرنن په نوي ډیلي کې له خپل هندي سیال د دفاع له وزیر سره د دفاعي چارو د همکارۍ د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ۲۰۱۴ م کال ترپایه پورې چې کله بهرني ځواکونه له دې هیواده وځي، په بشپړه توګه د امنیتي چارو د مسوولیت اخیستو لپاره تیاری نیسي.

له پلان سره متحده ایالات به د راتلونکې جولای میاشتې څخه له دې هیواده د خپلو عسکرو د ایستلو پروسه پیل کړي.

جنرال عبدالرحیم وردګ له دې خبرو د مخه خبریالانو ته وویل، چې افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې چې وکولای شي، په خپله له هیواد څخه دفاع وکړي، د هند همکاریو ته هرکلی وایي.

د هند دفاع وزارت له دې خبرو د مخه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د دوه اړخیزې همکارۍ او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې د هڅو په اړه خبرې وشي.

ښاغلی وردګ او د هند د دفاع وزیر ″ای. کې. انتوني″ به دغه راز په خبرو کې په سیمه کې دامن او ثبات او له پاکستان څخه د تروریزم د ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې هم سره شریکې کړې.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د هند او افغانستان حکومتونه دواړه پرپاکستان اعتماد نه لري.

په تیره یوه لسیزه کې هند د افغانستان د بیارغونې د یوه مهم مرسته کونکي په توګه راڅرګند شوی او د دې هیواد د بیارغونی له چارو سره یې د یونیم میلیارډ ډالرو مرسته کړې ده.

هند دغه مرسته په دې هیواد کې د لویو لارو، روغتونونو، ښونځیو او د برېښنا د تولید پرپروژو لګولې ده.

هند همدا راز له افغانستان سره د ملي پولیسو، عدلې او ډيپلوماتیک سکتورنو د رغولو په برخه کې هم مرسته کړې ده.

د هند صدراعظم من موهن سینګ تیره میاشت افغانستان ته د سفر په ترڅ کې له دې هیواد سره د نورو پنځو سوو میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.
XS
SM
MD
LG