د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۳

دلیل: په هېواد کې په تنباکو ۴۵ سلنه روږدي کسان ځوانان دي


د عامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي له هغو خلکو چې تباکو کاروي غواړي، چې د تنباکو له کارولو ډډه وکړي، ځکه چې دا کار نه یوازې دوی ته، بلکې نورو خلکو ته هم زیان رسوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ د تنباکو د منعې د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د تنباکو کارول د تنفسي سرطان او مرګ لامل هم کېدای شي.

د میرمن دلیل په وینا د نتباکو یا سګرټو دود شا و خوا ۴ زره ډوله کیمیاوي مواد او ذرات لري، چې یو ډول یې د مړیني او بل ډول يې د تنفسي سرطان لامل کېدای شي.

″څېړنو ښودلې ده، چې د سګرټو دود شا وخوا ۴ زره ډوله کیمیاوي ذرات او مواد لري، چې ځینې يې د مړینې او ځینې يې د تنفسي سیستم د سرطان لامل کېدای شي.

هغه کسان، چې په خپله سګرټ څکوي روغتیا ته يې زیان رسیږي، شا و خوا کسان، چې دود يې تنفس کوي، نو هغه هم له ګواښ سره مخ کېدی شي. هغه ځوانان، چې له شلو کلونو ډېر سګرټ څکوي، نو تر عادي خلکو ۲۵ کاله کم عمر لري.″

اغلې دلیل زیاتوي، چې په هېواد کې په تنباکو ۴۵ سلنه روږدي کسان، ځوانان دي.

دا وايي،چې د تېر کال د کابل ښار په ښوونځیو کې له ۱۳ تر ۱۵ کلنو تنکیو ځوانانو باندې شوې سروې ښيي، چې ۱۶ سلنه زده کوونکي په تنباکو روږدي دي.

په نړی کې تنباکو تر ټولو ډیر په سګرټو کې کارول کیږي.

دا چې ولې یو شمیر خلک تنباکو په ځانګړې توګه سګرټ څکوي، د ټولنیزو ستونزو په ګډون بیلابیل عوامل لري.

یو شمېر کسان، چې تنباکو یا سګرټ څکوي، ازادي راډیو ته يې دلیل داسې اوروي.

″۱ – خلکو ته کار روزګار نه شته، خلک پرېشانه دي، نو مجبوریږي چې یو بل نه سګرت واخلي او یې وڅکوي په پای کې په سګرتو روږدی کیږي.

۲ – ډېره موده مې سګرټ وڅکول، چې دېر تاوان یې راته اړولي وو، سینه یې راته بنده کړې وه او اوس مې پرېښې.″

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې اوس مهال په نړۍ کې هر کال شا وخوا ۶ میلیونه خلک د تنباکو د کارونې له امله مري، چې که دا لړی همداسې روانه وي، نو د اټکل له مخې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله به لس میلیونه خلک د تنباکو د کارولو له امله مړه شي.

دغه وزارت زیاتوي، چې په هېواد کې د تنباکو د کارولو د مخنیوي لپاره د وزیرانو شورا یوه مصوبه صادره کړې، چې په دفترونو، رستورانتونو، کتابتونونو او داسې نورو عامه ځایونو کې د تنباکو کارول منع شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت د چارواکو په وینا، په ښوونځیو، جوماتونو او رسنیو کې يې د تنباکو ضد تبلیغات هم پیل کړي دي.

خو داسې انتقادونه کیږي، چې نیول شوي تدابیر نمایشي بڼه لري، ځکه چې تر اوسه پورې یې د عملي کیدو په برخه کې لازم اقدامات نه دي لیدل شوي.

خبریاله ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG