د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۳۹

هره اونۍ ۳ زره افغان کډوال په زوره له ایراته ایستل کیږي


د کډوالو چارو وزارت چارواکو له ایران څخه د هغو کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې چې اسناد لري
د کډوالو چارو وزارت چارواکو له ایران څخه د هغو کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې چې اسناد لري

په وروستیو شپوورځو کې یوځل بیا له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل پیل شوي دي. د راپورونو له مخې په هره اوونی کی په زرګونو افغانان په زوره له ایران څخه ایستل کیږی.

له ایران څخه په زوره را ایستل شوي افغانان وایي، چې په ایران کې د افغانانو د نیولو، وهلو ټکولو او شړلو لړۍ یوځل بیا توده شوې ده.

د هرات په ولایت کې د کډوالو د راستنولو ادارې رسنیوته ویلي دي، چې په هره اوونۍ کې له درې زرو څخه تردرې نیم زرو پورې افغانان په زوره له ایران څخه، د هرات پر پولو را اړول کیږي.

له ایران څخه ایستل شوي افغانان وایي، چې د دوی اکثره کارګر دي او هلته یې په ډېرو لږو پیسو داسې سخت او شاقه کارونه کول، چې ایراني کارګرو ورته زړه نه ښه کاوه.

د بلال په نامه یوه زلمي چې په زوره له ایران څخه ایستل شوی، ازادي راډیو ته وویل:

″په ډیرې سختۍ او ډېرو پیسو ایران ته ورسیدم، یوه میاشت مې کار وکړ، غوښتل مې هلته پاتې شم کار وکړم، لګښت می پوره او پیسې وګټم، خو ژر پولیسو ونیولم، لومړی یې تهران او له هغه ځایه یې د هرات پرسرحد را واړولم.″

دوی وایي، سربیره پردې، که په ایران کې یې لږه موده تیره او که ډیره، خو د پولیسو له لاسه یې په کې سخت شرایط ګاللي دي.

د کډوالو په برخه کې د افغانستان، ایران او د ملګرو ملتوعالي کمیشنرۍ یوګډ کمیسیون هم فعال دی، چې په ایران کې د افغان کډوالو ژوند او فعالیتونه څآري او ژمنې یې کړي دي، چې په هغه خاوره کې به افغان کډوالو ته اسانیتاوې برابروي او داوطلبانه راستنېدو ته به لازم شرایط په پام کې نیسي.

خو په تیرو څو کلونو کې ولیدل شول، چې ایراني چارواکو حتی د ژمي په ډېرو سړو شپو ورځو کې هم په زرګونو افغانان د دوی له خاورې په زور او وهلو ټکولو د هرات او نیمروز پر پولو را اړولي دي.

د افغانستان د کډوالو د راستنولو چارووزارت وایي، چې څو ورځې مخکې له ایراني چارواکوسره خبرې شوي، چې د هغو افغانانو په ایستلو دې بیړه نه کوي چې قانوني اسناد لري.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جراات ازادي راډیو ته وویل:

″درې اړخیزې او دوه اړخیزې غونډې چې مو کابو دوه اوونۍ مخکې له ایران سره لرلې، دې موافقې ته په کې ورسیدو چې هغه افغانان دې له ایران څخه نه باسي چې اسناد لري، خو دا افغانان چې اوسمهال له ایران څخه ایستل کیږي، دوی د قاچاق وړونکو له خوا هلته لیږدول شوي او په بندرونو کې نیول شوي دي.″

ښاغلي جراات داهم وویل، چې له ایران څخه ایستل شویو افغانانو ته اوسمهال په هرات کې کابو اته بهرني موسسې فعالې او مرستې ورسره کوي.

کارپوهان وایي، په وروستیو کابو لسو کلونو په میلیونونو افغانان له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شول، خو ډیري یې په هیواد کې د کار د نشتوالي او ناامنیو له امله هڅه کوي، چې هرډول خطرته غاړه کیږدي خو چې بېرته ګاونډیو هیوادونو ته ورشي.
XS
SM
MD
LG