د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۱۵

خلاص پخلنځایونه یوه ایراني روحاني غیر اسلامي کار وباله


خلاصې اشپزخانې یا هغسې پخلنځایونه چې د ناستې د کوټې په یوې څنډې کې وي د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه روحاني له خوا غیر اسلامي بلل شوي دي.

د محافظه کار روحاني ایت اله جوادي املي په حواله هغه پخلنځي چې د ناستې په کوټه کې وي او معلومداره ده چې میلمه هم هماغلته راځي او کیني یو غیر اسلامي عمل دی .

د املي په وینا په دې ډول پخلن ځایونو کې د کورمیرمن نه شي کولاې چې د میلمه له نظره لرې شي .

املي وايي، کله چې په کور کې میلمه وي نو میرمنو ته باید اجازه ورکړای شي چې خپل کار هغه وخت ترسره کړي چې د نورو سترګې ورباندې ونه لګیږي.

املی دا خبرې د قم په ښار کې په خپل مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې کړي دي .

په تیرو دوو کلونو کې ایراني چارواکو د اجتماعي علومو پرضد تبلیغات کړي او هغه یې غیر اسلامي بللي دي .

سخت دریځه روحاني مسباح یزدي تیر کال په یوې وینا کې وویل، اجتماعي علوم یواځې غیر اسلامي نه دی بلکه د اسلام پرضد هم دي .

املي:سپي ساتل هم غیر اسلامي عمل دی

که څه هم په ایران کې ډیر خلک سپي لري، خو په دې هېواد کې د سپي ساتل هم غیراسلامي بلل کیږي .

املي، د تنګو جامو اغوستل هم د منلو وړ نه دي

ځیني خلک تنګې او رنګارنګ جامې اغوندي او فیشن کوي، چې دا هم په ایران کې په رسمې توګه د منلو وړ نه دي .

املي:مود سټایل هم منع دی

د ورځې په مود برابر د ویښتو ستایل هم منع دی، خو ډیر ځوانان یې نشي پریښودی او په خپله خوښه جامې اغوندي او په موډ برابر ویښته جوړوي .

یوه بله مسله چې د غیر اسلامي کارونو په ډله کې یې د حسابیدو غوښتنه شوې او خلکو ورسره لږه همکاري کړې په سپورتي لوبو کې د ښځو ګډون دی .

ښځې ورزشي سټډیومونو کې د فوټبال د لوبو لیدو ته د سړېو سره ګډې ځې چې نیک ټایانې یي هم وهلي وي او غربي موسیقي اوري او یا هم د بانکونو لپاره اعلانونه کې برخه اخلي .

په ځینو کارونو د غیرې اسلامي کړو وړو نوم ایښودل، ان د ایران په سیاسي اختلافاتو کې هم کارول کیږي .

تیر کال د بهرنیو چارو پخوانی وزیر منوچهر متکي کله چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد له خوا له کاره ګوښه کړل شو د احمدي نژاد دغه عمل یي غیر اسلامي سلوک وباله .
XS
SM
MD
LG