شپېګل مجلې په یوه راپور کې افشا کړې، چې د طالبانو د مشر ملا عمر له لوري د طیب اغا او امریکايي مقاماتو ترمنځ پټې خبرې شوي دي.
دا خبرې د جرمني په منځګړیتوب ترسره شوي خو داسې پوښتنې شته چې ایا طیب اغا په رښتیا هم د طالبانو د مشر یا د کوټې د شورا له لوري خبرو ته استول شوی.
عصمت څاروان په دې اړه د سیاسي چارو له کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د بهرنیو چارو د وزارت له یوه پخواني مقام وحید مژده سره مرکه کړې.
ښاغلی مژده وايي، چې ده په خپله طیب اغا لیدلی او نوموړی ملا عمر ته نژدې او د باور وړ کس دی.