د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۳

د کورنیو او ټولنیزو ستونزو په اړه خپرونه


د هوا په تودیدلو سره په ډیرو کورونو کې بېلابېل حشرات پیداکیږي، بیا یې نو د ورکیدلو لپاره دواپاشي یوازینی لاره وي، خو دوا پاشي هم ځان ته خاصه طریقه غواړي ځکه که چیرې لږ بې غوري هم وشي ډیرې ستونزې رامنځته کیدلای شي.

په پیل کې د هلمند دوه تنه اوسیدونکي حاجي شیرین او میرمن خدیجه په خپل کورکې له خزندو یا حشراتو نه ډیر شکایت کوي .

د ننګرهار اوسیدونکی ګلاب بیا وایي، چې دوا پاشي دومره لګښت نه غواړي چې پوره کول یې ګران وي که څومره هم بې وزلي وي سل یا دوه سوه افغانۍ خو به ولري .

لکه څنګه مو چې مخکې وویل، که چیرې د دوا پاشي په وخت ځینې مهمې خبرې په پام کې ونه نیول شي نو له ګټې نه یې زیان ډیریږي ، د کابل اوسیدونکې حمیده وایي، تیر کال د دوا پاشي په وخت د هغې ټول ماشومان د دوا د بد بوي له امله ناروغه شول ځکه خو سږکال نه غواړي چې په کوټو کې دوا پاشي وکړي .

په کلیو او بانډو کې بیا کلیوال اړ وي، چې خپلې ونې وخت په وخت دوا پاشي کړي هغوي نه شي کولای چې هر ځلې بازار ته لاړ شي او دوا واخلي، ځکه خو یې په کور کې دوا تل وي، د پغمان اوسیدونکې عبدالوکیل وایي د دې لپاره چې دوا د ماشومانو لاس ته ورنشي په قفل کوټه کې یې ساتي .

درنو دوستانو!

کله مو لیدلي چې ځینې کسان دوه تنه چې ډیرسره خواږه وي یو له بل نه خوابدي کوي ؟ او ایا کله مو فکر کړي چې په دې کار کې خیر له شر او خفګان نه بل څه نشته .

د پکتیا اوسیدونکې امین الله وایي، چې په کورنیو کې د نورو کسانو مداخله ګڼې ستونزې پیدا کوي.

که له کورو نه راووځونو په کلي کې هم له ځینو داسې کسانو سره مخ کیږو، چې د دوستانو منځ کې خفګان راوستل یې عادت وي د وردګو اوسیدونکی نقیب وایي، چې د هغوي په سیمه کې داسې کیسې ډیرې دي .

د اسلام مبارک دین هم وایي، هغه کسان چې دوه تنه په خپلو کې خوا بدي کوي د خدای په وړاندې سخت ملامت دي .


او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.

دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG