د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۵

ملي امنیت:د تروریزم په لمنځه وړلو کې د هرې هڅې ستاینه کوو


د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل
د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل
په افغانستان او سیمه کې د تروریزم په خلاف د روانې مبارزې په اړه د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو، چې په کې د طالب مشرانو په نښه کولو ته اشاره شوې افغان امنیتي چارواکي خوشبینه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل وایي، چې دوي د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو ملاتړ کوي، چې ویلي يي دي که چېرې دوي ته په پاکستان کې د نورو وسله والو مشرانو د شتون په اړه معلومات ورکړل شي، نو دوي به یي د وژلو په هدف هلته عملیات وکړي، د ملي امنیت د ریاست ویاند په دې اړه وایي:

(د افغانستان ملي امنیت د هرې هڅې ستاینه کوي چې د تروریزم په له منځه وړلو کې مرستندویه واقع شي .

موږ په کراتو د خبره کړې چې د تروریزم سره جګړه د افغانستان په کلو او بانډو کې نشي بریالي کیدای باید ځالو او پټن ځایو ته پام وشي.)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپلو دې څرګندونو کې دا هم ویلي، چې دا د دوي دنده ده چې د امریکا د امنیت ساتنه وکړي.

ده ویلي، چې موږ د پاکستان ملي حاکمیت ته درناوې لرو، خو هیچا ته به دا اجازه هم ورنه کړو، چې په فعاله توګه، زموږ او د ملاتړو هېوادونو د خلکو د وژلو لپاره پلانونه جوړ کړي او پرته له دې چې موږ اقدام وکړو هغه عملي شي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د امریکا ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه، د یو شمېر کړېو تند غبرګونونه را پارولي دي، خو یو شمېرعام افغانان بیا د اوباما د دې هدف ملاتړی دي.
دوي وایي، که چېرې په پاکستان کې د القاعده شبکې او یا هم د وسله والو طالبانو جګ پوړي چارواکي په نښه شي، نو دا به د سیمي او په ځانګړي توګه د افغانستان لپاره لویه نیکمرغي په برخه کړي.

امریکایي مشران دا ډول څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د روانې میاشتې په لومړېو کې د پاکستان په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن ووژل شو.

دې مسئلې په پاکستان کې د وسله والو د مشرانو په اړه زیاتې پوښتنې راولاړې کړي، چې د امریکا او پاکستان په اړیکو د ترینګلتیا لامل هم ګرځیدلي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG