د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

افغان حکومت خپل ستراتیژیک سند برابر او امریکايي لوري ته سپارلی


د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکارېو په اړه خپل سند برابر او امریکايي لوري ته يې سپارلې دی.

د اعلامېي له مخې د ملي امنیت د شورا په غونډ‌ه کې چې تیره ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړه شوه د دغې سند او له امریکا سره د ستراتیژیکو همکارېو پر موضوع غور وبحث وشو.

افغان مقامات وايي، ټاکل شوې چې ډیر ژر به د دغه سند ضمیمې هم متحده ایالاتوته وسپارل شي.

د ملي امنیت شورا هغه ځانګړي کمیسون ته چې له امریکا سره يې د افغان حکومت د ستراتیژیکو همکارېو سند چمتو کړی دنده ورکړې چې د دغې سند پر ضمیمو هم کار وکړي او د افغانستان د ملي امنیت د شورا له تائید وروسته يې متحده ایالاتو ته وسپاري.

د جمهوري ریاست له خوا په دې باب په خپرې شوې اعلاميه کې د دغې سند د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو افغان ولسمشر ژمنه کړې چې له متحده ایالاتو سره ستراتیژیکه همکاري به د افغانستان د ملي ګټو پر اساس وي.

د چارو کار پوهان هم ټینګار کوي، چې افغان حکومت باید داسې مواد او غوښتنې په دغې سند کې ځای پرځای کړي چې د افغانستان د اساسي قانون سره سمې او د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ وي.

له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیه کې افغانستان ځواکونو ته د هېواد د امنیتي چارو د مسولیتونو د سپارلو موضوع هم ذکر شوي او ویل شوي چې د

امنیت د انتقال د کمیسون مشر اشرف غني احمدزي د ملي امنیت د شورا په غونډه کې وویل، چې د امنیتي مسولیتونو د منلو لپاره په ۷ولایتونو او هغو سیمو کې چې له مخکې نه اعلان شوي چمتوالي او ترتیبات په پراخه او چټکه توګه روان دي.

ښاغلي احمدزي ویلي، له ناټو سره هم په دې اړه لازمه هم اهنګي دوام لري او هیله ده چې د امنیت د انتقال پروسه په ټاکل شوي وخت سره عملي شي.
XS
SM
MD
LG