د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۵

پکتيا: په بازارونو کې اوس هم پاکستانۍ کالدارې چلېږي


د پكتيا په مركز ګردېز او د ولسواليو په بازارونو كې د پاكستانيو كالدارو چلښت دومره عام دى چې د افغاني كرنسۍ د رايجولو مخه يې نيولې او حكومت يې په مخنيوي كې پاتې راغلى .
په پكتيا كې حكومتي مسوولين له ډېرو هڅو سره سره پر دې نه دي بريالي شوي چې په بازارونو كې د راكړې وركړې پر مهال د پاكستانۍ كالدرو د چلښت مخه ونيسي او پر ځاى يې افغانۍ دود كړي.

د پكتيا په مركز ګردېز او د ولسواليو په بازارونو كې د پاكستانۍ كالدارو چلښت دومره عام دى چې د افغاني كرنسۍ د رايجولو مخه يې نيولې او حكومت يې په مخنيوي كې پاتې راغلى دى.

كه څه هم لا كلونه وړاندې د دولت د يو ځانګړي فرمان له مخې په هېواد كې د راكړې وركړې پر مهال د بهرنيو اسعارو پر كارولو بنديز لګول شوى، خو تر دې مهاله په پكتيا كې د حكومت له خوا ياد فرمان نه دى عملي شوى او د عامو خلكو تر څنګ د حكومتي مسوولينو جېبونه هم له كالدارو ډك وي.

د ګردېز ښار هټيوال بيا د پاكستانۍ كرنسۍ د نه بندېدو يو لوى لامل دا ګڼي چې پكتيا له پاكستان سره پر سرحد پروت ولايت دى او اكثره سوداګريز توكي هم په همدې ګاونډي هېواد كې په كالدارو اخلي.

دغه هټيوال وايي چې كه افغانۍ دود شي نو د دوى ګټه به هم ورسره ډېره شي، خو زياتوي چې حكومت د كالدارو په مخنيوي كې هېڅ عملي ګامونه نه دي پورته كړي او يوازې يې په راډيو ګانو كې د نه استعمال اعلانونه كوي.

چارواکي خپل معاشونه په کالدارو اړوي:

بل خوا دولتي مامورين وايي چې دوى هم د مجبوريت له مخې خپل معاشونه په كالدارو اړوي او له هغې وروسته پرې اړتيا وړ توكي اخلي.

ويل كېږي څو كاله وړاندې په بازارونو كې د كالدارو د بندولو په موخه يو ګډ كميسيون ګمارل شوى و، خو د پكتياوالو په وينا ياد كميسيون په خپل كار كې پاتې راغى.

په زياتو سرحدي ولايتونو کې راکړه ورکړه په کالدارو کېږي

دا چې له كومې لارې كېدى شي، افغانۍ په بازار كې د استعمال وړ وګرځي؟ په اړه يې په پكتيا كې افغانستان بانك د ولايتي څانګې مرستيال امان وايي:

(( يو ګډ كميسيون مو ټاكلى چې هغه دوكانداران او متخلفين چې په خارجي پيسو باندې خريد او فروش كوي، له قانون سره سم جريمه شي او دوكان به يې وتړل شي))

كه څه هم ښاغلي امان دغه څرګندونې راته كابو دوه اوونۍ وړاندې كړې وې، خو د ګردېز ښاريان بيا وايي له دوو اونيو تېرېدو وروسته هم څوك مجازات نه شول.

هاخوا د پكتيا امنيه قوماندان جنرال عبدالغفار ساپى بيا په دې برخه كې افغانستان بانك په بېغورۍ تورنوي او زياتوي چې د يو نوي كميسيون له لارې يې پر يوې نوې طرحې كار پيل كړى، چې له مخې يې د كالدارو د چلښت مخه ونيول شي.

د اقتصادي مسايلو كارپوهان وايي افغان دولت ته په كار ده چې د پاكستاني كالدارو د مخنيوي لپاره د خلكو د مجازات كولو پر ځاى پولي سياست ته له سره كتنه وكړي او د افغانيو د ارزښت په راټيټولو سره دې په بازارونو كې د راكړې وركړې جلو د پاكستانۍ كالدارو له لاسه وباسي .

د يادولو ده چې دا مهال د پكتيا په شمول په ډېرو هغو ولايتونو كې چې له پاكستان سره په سرحد پراته دي، پاكستانۍ كالدارې په خلاص مټ چلېږي، ايران ته په ورڅېرمه پرتو ولايتونو کې ايراني تومان چلېږي، د دې تر څنګ بيا په مركز كابل او نورو لويو سوداګريزو ښارونو كې د امريكايي ډالرو، يورو او نورو خارجي اسعارو استعمال دومره عام شوى چې ماشومان يې هم د ارزښت، كره والي او جعليتوب په اړه پوهېږي.

راپور – لمر نيازى - پكتيا
XS
SM
MD
LG