د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن زاهد وايي، د غربي نورستان پر دواب ولسوالۍ په سلګونو وسله وال طالبان را تاو شوي يوه امنيتي پوسته يې نيولې او پر ولسوالۍ د لوی بريد پلان لري.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن زاهد له پارون څخه پر ټليفون ازادۍ راډيو ته وويل چې له تېرو څو ورځو څخه د دواب ولسوالۍ شاوخوا سيمو ته په سلګونو طالبان راټول شوي او غواړي چې ولسوالي په خپل کنټرول کې راولي.
هغه وويل تېره شپه وسلوالو د دواب ولسوالۍ پر يوه امنيتي پوسته بريد کړى چې په ترڅ کې يې پوليسو ته کوم ځاني زيان نه دى رسېدلي او د دوى پوليس له پوستي په شا شوي دي.
ښاغلى زاهد وايي دوى له مرکزي دولت څخه د ملي اردو او هوايي ځواک غوښتنه کړې څو په دواب او د نورستان په نورو برخو کې د وسله والو طالبانو دبريدونو مخه ونيسي.
تر دې مخکې د نورستان والي جمال الدين بدر له کابل څخه د مرستې غوښتنه کړې وه، چې وسلوال وځپي او دا توان پيدا نه کړي، چې د نورستان پر ځينو ولسواليو بريدونه وکړي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر ټليفون ازادۍ راډيو ته دعوه وکړه چې په دواب کې يې يوه امنيتي پوسته نيولې، درې پوليس له خپلو وسلو سره، وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوي دي او ولسوالۍ يې محاصره کړې ده.
مجاهد همداراز دعوه کوي چې د برګيمټال په ولسوالۍ کې د محلي پوليسو يو قومندان چې مولوي غلام الله نومېږي د خپلو يو ملګرو او وسلو سره د طالبانو ليکو ته ورغلى دى.
خو د نورستان د امنيې قومندانۍ مسوولين د طالبانو له خوا د مولوي غلام د تسليمېدو خبره نه مني.
شا و خوا دوه مياشتې کېږي چې د نورستان ولايت د وانت ولسوالي د طالبانو لاسته پرېوتې خو تراوسه دولت په دې نه دى توانېدلى چې ياده ولسوالي بېرته ونيسي.

له تېرو څو ورځو څخه د دواب ولسوالۍ شاوخوا سيمو ته په سلګونو طالبان راټول شوي او غواړي چې ولسوالي په خپل کنټرول کې راولي.
امنيه قوماندان