د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

وردګ:د فراغت او کار پیدا کولو تر منځ ډیر واټن پروت دی


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې غواړي سږ کال خپله زیاته پاملرنه د تخنیکي او مسلکي مرکزونو زیاتولو او په هغو کې د کیفیت لوړولو ته ځانګړې کړي.

دغه وزارت په پام کې لري، چې سږ کال په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو شمېر تر یو سل او څلور څلویښتو پورې لوړ کړي.

د پوهنې وزیر ډاکترغلام فاروق وردک د یکشنبې په ورځ د افغان تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د فراغت په غونډه کې وویل، چې د مرکزونو د شمېر د زیاتولو ترڅنګ باید کیفیت ته هم جدي پاملرنه وشي.

د ده په وینا د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو کیفیت ټیټ دې، چې له امله یی له دې مرکز څخه فارغیدونکي محصلین د کار موندلو په برخه کې ستونزې لري:

(نن ورځ چې یوه لویه ستونزه موږ وینو هغه دا چې د فراغت او کار پیدا کولو تر منځ ډیر واټن پروت دی.

زموږ تخنیکي او مسلکي زده کړو موسېسې هرکال فارغین ورکوي، خو کارونه ورته نه پیدا کیږي،علت يي څه دی؟ هغه دا چې زموږ، تعلیمي نصاب د اوس وخت غوښتنې نه شي پوره کولای.

زموږ په فارغینو کې هغه ظرفیت نشته چې اوس د کار مارکیټ ورته اړتیا لري ان په موږ افغانانو کې ماهر کاری ګر هم نه پیدا کیږي.)

له تعلیمي ادارو څخه فارغیدونکو کسانو ته د کار د زمینې برابرول که څه هم په افغانستان کې لویه ستونزه بلل کیږي، خو د دې انسټیټیوټ مشر محمد سرار روشن بیا په دې برخه کې زیات هیله مند دې.

دې وایي هر کال، چې دوي محصلین فارغوي د فراغت د جشن په مهال بېلابېلې کمپنۍ خپلې غرفې پرانیزي او د اړتیا وړ محصلین جذبوي.

افغان تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ په دوه زره اوم میلادی کال کې جوړ شوی، چې تراوسه یي له دوه زرو څخه زیات کسان په بېلابېلو برخو کې فارغ کړي دي.

د دغه انسټیټیوټ په زده کوونکو کې د هلکانو سربیره په سلو کې څلویښت انجونې دي.

د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم هم ډیرو موسېسو د دې انستیتوت په انګړ کې خپلی غرفې پرانیستې وې اوغوښتل یي چې د خپل اړتیا وړ کسان جذب کړي.

د ټیلیفون او تلګراف نړېواله امریکايي کمپنۍ یا ای ټي ټي هم راغلی وه او غوښتل یی،چې د راتلونکو پروژو لپاره دا فارغین جذب کړي.

خو د دې انستیتیوت یو شمېر فارغینو د دوي د فراغت په جشن کې د دې کمپنۍ او موسېسو رول نمایشې او د خپلي سوداګرۍ لپاره تبلیغ بولي.

ځیني فارغین له دې موسېسو او کمپنیو غواړي، چې دوي ته کار ورکړي، ځکه د دې انستیتیوت ډیرۍ فارغین اندیښمن دي، چې کېدای شي، کار ورنه کړای شي.

دا انسټیټیوټ سږکال د خپلې بلې دورې د فاغینو جشن په داسې حال کې لمانځي، چې د تیر کال اکثره فارغینو لا هم کار نه دې موندلې.


په دغو انسټیټیونو کې تر ډیره هغه کسان جذبیږي، چې د کانکور په ازموینو کې پاتې راغلې وي او یا هم د تخنیکي او مسلکی زده کړو غوښتونکې وي.

د پوهنې وزارت وایي، چې دوي به هڅه وکړي چی د دې زده کوونکو لپاره د نیمه عالي زده کړو،زمینه برابره کړي.

راپور : ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG