د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

ایا ایران د سپټمبر د یوولسمې له پېښې خبر و؟


د ایران د استخباراتو دوو مسوولانو چې اوس له خپل هیواد څخه تښتیدلي ،ویلي چې تهران پر نیویارک او واشنګټن باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نیټې د تروریستي حملو په اړه له مخکې نه معلومات درلودل.

د هغه سند له مخې چې په منهاټن کې د امریکا فډرالي محکمې ته وړاندې شوى یو له دغو ددو ایراني مقاماتو ادعا کړې، چې ایران د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په پلان جوړولو کې هم ونډه لرلې ده.

دغه فډرالي محکمه د سپټمبر د يوولسمې په حملو کې د ایران د ملاتړ په نتیجه کې د اوښتو زیانونو څیړنه کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، که څه هم د دغو دوو ایراني مسوولانو هویت او د شاهدۍ جزئیات د محکمې په اسنادو کې نه دي افشا شوي خو قاضي ته جزئیات سپارل شوي دي.

په دغو اسنادو کې ویل شوي، چې ایران او د لبنان د حزب الله وسله وال ډله چې له تهران سره نږدې اړیکې لري پر امریکا باندې د یوولسم سپټمبر د حملو لپاره له القاعده شبکې سره مرسته کړې ده.

دغه راز ویل شوي، چې ایران د سپټمبر د يوولسمې د برید کوونکو لپاره د رزونې او سفر اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

د منهاټن محکمې ته د وړاندې کړای شوي، سند له مخې ایران د سپټمبر د يوولسمې له حملو وروسته د القاعدو غړو په تېښته کې همکاري کړې او په ایران کې يې هغوى ته د پټېدو زمینه برابره کړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو سره د ایران د تړاو موضوع د یوولسم سپټمبر د پېښو د څېړلو لپاره د امریکا د ملي کمیسيون له خوا پورته شوې او له ډیر وخته راهیسې پرې بحثونه روان دي.

نیویارک ټایمز وايي، سره له دې چې القاعده شبکه چې د سني مذهب پیروانه ده د ایران شیعه واکمني ردوي او په دې ترڅ کې يې په عراق کې د القاعده څانګې پر شیعه ګانو حملې هم کړي، خو استخباراتي مقامات په دې باور دي؛ چې دغه دواړه لوري د خپل مشترک دښمن یعنې امریکا پر ضد په خپلو کې محدوده همکاري لري.

د هغو کورنیو مدافع وکیلانو چې د یوولسم سپټمبر په بریدونو کې يې عزیزان وژل شوي، د منهاټن محکمې ته د وړاندې شويو اسنادو په حواله ویلي، چې د حزب الله پوځي مشر عماد المغنیه د ایران تروریستي اجنټ و او په ۲۰۰۰ م کال کې يې د دې لپاره چې پر امریکا د یوولسم سپټمبر د حملو په پلانولو کې مرسته وکړي، سعودي عربستان ته سفر وکړ.

مغنیه چې بیا په ۲۰۰۸ کال کې ووژل شو، د امریکا له خوا تورن شوى و چې په بیروت کې د امریکا پر سفارت او د سمندري ځواکونو پر مرکز د حملو په شمول د یو شمېر تروریستي بریدونو پلان يې جوړاوه.

د سپټمبر د يوولسمې د بریدونو د څېړلو کمیسيون د راپور له مخې داسې کره شواهد موجود دي چې ایران د القاعده شبکې غړو ته له افغانستان څخه د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، چې په کې هغه کسان هم شامل دي چې پر امریکا يې د الوتکو په واسطه حملې وکړې.

خو دغه کمیسيون وايي چې داسې هېڅ شواهد يې نه دي موندلي چې وښيي ایران او یا حزب الله له دې خبر و چې پر نیویارک او واشنګټن باندې د تروریستي حملو پلان جوړیږي. دغه کمیسيون ویلي د امریکا حکومت باید په دې اړه لا نور تحقیقات ترسره کړي.

ایلین سراسیني چې خاوند يې د سپټمبر د يوولسمې د حملو لپاره د یوې تښتول شوې الوتکې پیلوټ و نیویارک ټایمز ته ویلي موږ ځینې ځوابونه غواړو.

سراسیني وايي موږ اوس پوه شوي یو چې چا له القاعده سره مرسته کړې دا مرسته ایران کړې ده او موږ د امریکا له قضايي سیسټم څخه غواړو چې ایران مسوول وګرځوي.
XS
SM
MD
LG