د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

نظرپوښتنه: ٣٢% امريکايان په افغانستان کې د امريکا د تګلارې ملاتړ کوي


۳۹ په سلو کې امریکایان له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو ملاتړ کوي
۳۹ په سلو کې امریکایان له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو ملاتړ کوي
د فوکس نیوز لخوا د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې اکثره امریکایان په روان اوړي کې له پلان سره سم له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو پلوي کوي.

د دغې نظر پوښتنې پر اساس چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې له دوه شپیتو په سلو کې نیولې تر دوه دېرش په سلو کې امریکایان په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي تګلارې ملاتړ کوي.

دا اندازه د تیر کال د نظر پوښتنې له پایلو سره چې هغه مهال هم ۶۲ په سلو کې امریکایانو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي اقداماتو پلوي کوله، کوم توپیر نه لري.

په امریکا کې اویا په سلو کې جمهوري غوښتونکي او یو شپیته په سلو کې دیموکراټان دا مهال د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ کوي، چې په هغې کې څلور شپیته په سلو کې سړي او شپیته په سلو کې ښځې دي.

د فوکس نیوز په وینا اوس چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وژل شوی دی، نهه دیرش په سلوکې امریکایان اوس له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو لپاره د پلان شوي نیټې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۵ په سلو کې امریکایان په فوري توګه له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پلوي کوي او ۳۳په سلو کې بیا په دې نظر دي چې تر هغې پورې چې په سیمه کې سوله او ثبات نه وي ټینګ شوي امریکايي ځواکونه باید دغلته پاتې وي.

د هغو ډیموکراټانو شمیر چې غواړي سرتیري په ټاکل شوي مهالویش سره چې د روان میلادي کال د جولاي میاشت ده ۴۷ په سلو کې دی او ۴۶ فیصده جمهوري غوښتونکي بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اوږدې مودې د حضور ملاتړ کوي.

۵۷ په سلو کې امریکایان د افغانستان د جګړې په اړه د ولسمشر باراک اوباما له دریځه ملاتړ کوي حال دا چې دا فیصدي د تیر ۲۰۱۰ کال په اکتوبر میاشت کې ۴۳ وه.

د فوکس نیوز په وینا له کله نه چې اسامه بن لادن وژل شوي ۷۱ په سلو کې امریکایان د تروریزم پر وړاندې د نوموړې له مبارزې ملاتړ کوي. چې دا تر هر بل وخت زیاته اندازه ده.

خو د اقتصاد په برخه کې بیا ۳۹ په سلو کې امریکایان د ولسمشر اوباما د پالیسیو پلوي کوي؛ چې دا د هر بل وخت په مقایسه کمه اندازه ده.

د فوکس نیوز له خوا د ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې د افغانستان او عراق جګړې اوس له اقتصاد او د امریکا د یوشمیر نورو داخلي موضوعاتو وروسته د ولسمشر اوباما او کانګریس په وروستیو لومړیتوبونو کې شمیرل کیږي.
XS
SM
MD
LG