فارین پالیسي:
امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د امریکا د نه پاملرنې د علتونو او عواقبو په اړه یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي راغلي:
دا لانجمنه مفکوره یا عقیده سمه ده چې وایي، د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۶ کاله پورې له افغانستان څخه خپل پام واړاوه او په عراق کې ښکیل شو.
په دې کار سره امریکا په لومړېو کلونو کې یعنې په یوه ډېر مهم او حساس وخت کې د افغانستان د بیا رغوونې فرصت له لاسه ورکړ او قیمت یي هم موږ ورکړ.
دا چې امریکا، افغانستان ته د کافي اندازه پیسو او خلکو د برابرولو او پام اړونې په کار کې پاتې راغلي، دا مسله په اسنادو او کتابونو کې پوره څرګنده شوې ده.
وروستی کتاب ډوف زخایم لیکلي، چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۴ کاله پورې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال و. دی دغه راز د افغانستان د بیا رغوونې د چارو منتظم هم و.
زخایم په خپلو یاد داشتونو کې لیکي: افغانستان دوام دارې څارنې، ثابتو مرستو او دوام دارې توجه ته اړتیا درلوده خو په واضح ډول مني چې د عراق د جګړې او نورو مسولیتونو له امله، ده او د امریکا د حکومت نورو کسانو افغانستان ته لازمه توجه ونه کړه.
د زخایم په وینا، افغانستان ته د اړتیا وړ پیسې ورنه کړی شوې او امریکا د نړۍ دغه تر ټولو ځپل شوی هېواد ته ناڅېزه مرستې ورکړي دي.
فارین پالیسي خپرونه لیکي: دا کومه نوې خبره نه ده، د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډپیلو بوش هم په خپلو یاداشتونو کې دا مسله یاده کړې خو داهم په کې څرګندیږي چې په افغانستان کې په لومړېو کلونو کې ځیني غلط کارونه شوي دي.
زخایم په خپل کتاب کې پرځای لیکلې چې د امریکا حکومت خپله بهرنۍ پالیسي، دا که محافظه کاره وه او که لیبراله، په کمزوري ډول پر مخ وړله او د افغانستان د بیا رغوونې او ثبات لپاره یي ډېره کمزوری پالیسي جوړه کړې وه. پالیسۍ جوړونکو هغه مهال د مهمو مسلو پر ځای زیات پام عاجلو کارونو ته اړولی و.
فارین پالیسي خپرونه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي: د امریکا لپاره دا کافی نه وه چې په افغانستان کې د پنځو کلونو د بې پروایي په زیانونو سترګې پټې کړې بلکه دا کافي او مهمه وه چې همدې مسلې ولسمشر بارک اوباما ته د جګړې فرصت برابر کړ.
دا چې نن سبا نیویارک ټایمز ورځپاڼه او مشهوره مجله ایکانومیست د افغانستان په اړه ښه اوله هیلو ډک خبرونه خپروي د دې ترشاعلتونه او دلایل موجود دي.
په نورو علتونو سربېره دا هم د یادولو وړ ده چې ولسمشر اوباما او ټیم یي له تېر تاریخ څخه غبرت واخیست او هماغه د زخایم خبره شوه چې له افغانستان سره د یوه دوام داره تعهد، کافي منابعو او پاملرنې پرته به موجود پرمختګ چې په سختۍ سره تر لاسه شوی، په سرعت سره سره لاسه لاړ شي.
یوراشیا ویو خپرونه:
یوراشیا ویو خپرونې په افغانستان کې د هند د اغېز په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:
څو کاله وړاندې د افغانستان د نشه یي مواد ضد اداره چې کله د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو کې پاتې راغله نو په کابل کې د هند له سفارت څخه یي وغوښتل چې د هند د اوپرا ستورې او د تولسي سریال کارکوونکي سمریتي ایراني دي د نشه یي موادو پر ضد یو راډیویي او تلویزیوني اعلان ثبت کړي.
د تولسي تلویزیوني سریال دومره مشهور شو، چې خلکو به ان د ودونو مراسمو ته میلمیانه په داسې وخت کې خبرول چې د سریال د کتلو وخت یٍي خراب نه شي.
خپرونه لیکي: له دې نه هم معلومیږي چې هندي کلتور په افغانستان څومره اغېز کړی دی، خو له افغانستان سره د هند په سترو مرستو او لرغونو اړیکو سره سره ، د افغانستان په سیاسي ډګر کې د هند نفوذ مخ په کمېدو دی او د څېړونکو په وینا، یوعلت یي دادی چې هند د افغانستان په سیاسي ډګر کې د خپلو شتمنیو څخه سم کار نه دی اخیستی او نوي ډهلي ونشو کړای چې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته حالت کې له افغان سیاست والو سره خپل اړیکي پاخه او مظبوط وساتي.