د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۴

ایا نړیوالو ځواکونو افغانانو ته سوله او امن راوستى؟


ډېریو نړیوالو ورځپاڼو په د افغانستان پر روان حالت او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور د ګټو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼه (موږ باید په افغانستان او پاکستان کې وخت ضایع نه کړو) ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي:

پر اسامه بن لادن له عملیاتو وروسته چې کله د هغه د وژلو پر سر خوښۍ او ولولې کښیناستې، په واشنګټن کې لومړنۍ مسئله چې ډېره مطرح شوه، اکثرو سیاستوالو له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل، چې متحده ایالات دې له ټاکلې نېټې یانې له ۲۰۱۴ کال د مخه له افغانستانه ووځي.

ګارډین لیکي، اسامه بن لادن بالاخره ووژل شو، خو پوښتنه دا ده چې ایا د غه ماموریت بشپړ شو؟ له دغې پېښې وروسته په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو حملو له ځنډ پرته دوام وکړ او د دې هېواد مشران او لوړرتبه پوځي چارواکې یې د بې وفا ملګرو په څېر وغندل شول.

ورځپاڼه لیکي، که له افغانانو پوښتنه وکړئ، چې ایا نړیوالو ځواکونو دوی ته سوله او امن راوستی؟ نو د زیاترو ځواب به سوړ وي.

د یوې ترسره شوې سروې له مخې په هلمند کې په سلو کې څه باندې شپیتو ګډونوالو ویلي، چې د ناټو ځواکونو، د شمېر په زیاتوالي یا بې زیاتوالي د دوی ژوند نه دی خوندي کړی.

د دغې سروې اکثرو ګډونوالوپه راتلونکې کې د یوې پالیسۍ ملاتړ کړی، په سلو کې ۶۴ کسانو ویلي، چې اوس د دې وخت دی چې له طالبانو سره خبرې وشي.

ګارډین ورځپاڼه وړاندې لیکي:

که ناټو ژر له افغانستانه ووځي، نو به د سر ټیټولو، دعواوو یا پاکستاني سیاستوالو ته د رشوت ورکولو اړتیا ختمه شي او که پر اسلام اباد بهرني فشارونه کم شي، د دې هیواد ولسمشر اصف علي زرداري به چې مېرمن یې د وسله والو د خشونت ښکار شوې او خاطره یې له ذهنه نه ده وتلې، د خپل هېوا چارو ته په خپله اوږه ورکړي.

نيويارک ټايمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د پاکستان په اړه په یوه مقاله کې لیکي، د پاکستان پوځي اکاډمۍ ته نژدې د اسامه بن لادن استوګنې، د دې هېواد د پوځ او استخباراتو د بې کفایتۍ په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي او دغه راز یې یوځل بیا د پاکستان د دولت کمزورۍ ته پاملرنه زیاته کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

د مدني ټولنو او د اپوزیسیون ګوندونو له خوا اوس د یوه کمیسیون د ټاکلو لپاره فشارونه زښت زیات شوي چې په ایبټ اباد کې پر بن لادن د حملې په اړه څېړنه وکړي او د هغو خطاکارانو په وړاندې اقدام وکړي، چې له وجې یې امریکایي ځواکونه پرته له دې چې کشف شي، هېواد ته ننوتي وو او د غه حمله یې سرته رسولې وه.

ورځپاڼه لیکې، واشنګټن نه شي کولای چې له پاکستان سره پوځي اړیکې له دې هېواد سره له سیاسي اړیکو جلا کړي.

امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د سم وتلو لپاره د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري او د دې لپاره چې اوباما په راتلونکو انتخاباتو کې خپل بری یقيني کړي نو ادارې ته یې په کار ده، چې د افغانستان د جګړې له شره ځان خلاص کړي.
XS
SM
MD
LG